
غزل: عبدالرحمن کامران
عبدالرحمن کامران
لاسونه يو کړئ چې جدا نه شئ
راڅخه ورک نه شئ تنها نه شئ
هومره ځير اوسئ چې مو وس کار کوي
له خپلې لارې نه خطا نه شئ
نړۍ مو يو له بله لرې غواړي
ګورئ راګېر دام کې د چا نه شئ
لمر پسې اوړئ د لمر مخي په شان
ګورئ هوس کې د دنيا نه شئ
قدم په پام ږدئ ګورئ پام کوئ ډېر
چې نادرکه په رښتيا نه شئ
د لمر شغلو کې خپله لار لټوي
شپه کې سر ونه خوري رسوا نه شي
رحم ونه غواړئ له خړ سېلابه
ورګډ د بل په تقاضا نه شئ
اغيار مو صف کې لټوي درزونه
کامرانه ګورئ بې وفا نه شئ