شعـــــرونه

غزل: مصطفی ارين

مصطفی ارين

څومره په فن څه په تدبير راځي او بيا رانه ځي
څه لټوي راکې شبګير راځي او بيا رانه ځي

لکه يو څاڅکی د باران په منځ کې سم پريوته
اوبو ته ګورم خپل تصوير راځي او بيا رانه ځي

دا ځل يې نه پرېږدم چې سم دم مې ښکل کړی نه وي
څنګه پر داسې يو مسير راځي او بيا نه راځي

د دومره لوړ اوصاف او دومره ذکاوت سربېره
لکه مريد غوندې يو پير راځي او بيا رانه ځي

که دا دوخت وي تقاضه جبر يې هم خوږ لګي
فکر مې بل سره اسير راځي او بيا رانه ځي

زړه مې پرې جک دی تر اسمانه خو په دې خفه يم
واورې او وريځې په پامير راځي او بيا رانه ځي

زما د ستړي زړه تسل و خو دا فکر نه و
لکه فاروق غوندې امير راځي او بيا رانه ځي

ارينه وخت خو حافظه راته کمزورې کړله
زما د ليدلي خوب تعبير راځي او بيا رانه ځي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x