افغانستان

مشرانو جرګه: د ګډ حکومت په اړه د جان کیري پریکړې د شرم وړ دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): د مشرانو جرګه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د وروستیو پرېکړو په اړه د شرم احساس کړی.

د دې جرګې مشر فضل هادي مسلمیار پرون د جرګې په عمومي غونډه کې وويل چې د افغانستان په برخلیک د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پریکړي د شرم وړ دي او د افغانستان په کورنیو چارو کې د امریکا ښکاره لاسوهنه ده.

نوموړي وویل: “زه افسوس کوم او عار یې ګڼم چې د یوه بهرني هېواد د بهرنیو چارو وزیر راځي او موږ ته برخلیک ټاکي دا موږ ته د عیب خبره ده دا د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د شنبې په ورځ کابل ته د خپل سفر په ورځ د ګډ حکومت وخت تمدید کړ او ويې ویل چې د ګډ حکومت دواړو مشرانو تر منځ د ده په مشري توافق د پنځو کلونو لپاره دی.

ګډ حکومت چې له جنجالي انتخاباتو وروسته د ډاکټر عبدالله او اشرف غني تر منځ د جان کیري په مشرۍ جوړ شوی لومړی ویل کیده چې دوه کاله وروسته به لویه جرګه را غوښتل کیږي او بیا به په اساسي قانون کې د تغییر وروسته د اجرائیه ریاست چوکۍ په صدارت بدلیږي، خو دوه کاله وروسته جان کیري یو ځل بیا افغانستان ته راغی او له اوسني حکومت سره یې د خپل ملاتړ تر څنګ اعلان وکړ چې درې کاله به نور غځیږي.

یو شمېر نورو سناتورانو هم افغانستان ته د جان کیري سفر په اړه ورته څرګندوني کړې، او د نوموړي سفر او بیا د ګډ حکومت تمدید یې د شرم وړ کار بللی او دا یې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
(محمد عبدالله)

اخ اخ نو فضل یهودی دهمدی امریکی دخپی تلی مو چپ کړل چی چرګه کی چرګان جنګوی او دچرګانو قوانین وباسی خو خیر دا ستاسو ددنیا شرمندګی ده داخرت سرمشاری خو لا پر زای پاتی ده چی دا ددجال ملګری مو په اندیوالی نیولی ول ایا ستاسو سترګی به مړی نه وی چی دالله بندګان مو وژل او کفار مو په دوستی نیولی او دخدایی درجه مو ورته ورکړی خپل روزی رسان همدغه جان کیربش او دونالد رامزفلد مو منلی کنه الله چی وایی تول عزت ماسره دی نو تاسو څنګه عزت دامریکی سره لتاوو همدا مو مسلمانی ده او… نور لوستل »

عبدالقدیر مهمند

شاغلی مسلمیار (کافریار) جهاد فروش آیا همین غلام بچه جرگه قراداد امنیتی را تائید نکرد!؟ کافریار شما یار کدام مسلم استید ؟؟ مسلمانان افغان خو تباه و برباد شدند، عساکر امریکایی در افغانستان، زنا لواطت، نسل کشی، چپاول کشتار دسته جمعی و هر آنچه جنایت است انجام میدهند مگر غلام بچه جرگه از قتل عام ملت مظلوم ما خبر ندارد!! مگرشما کافریار سند استراتیژیک یا توافقنامه ای امنیتی را مطالعه نکرده اید اگر قراداد دیورند ننگین بود این قراراداد ننگین ترین بود را امضاء تایید نمودید آیا ارزش دالر امریکا نسبت به ایمان تان اضافتر بود مگر شما ها از… نور لوستل »

احمد

مسلمیاره! د کوم شرم او کوم عیب او عار څخه خبرې کوې؟ ته او ستا مخي کوم یو شرم لرئ؟ آیا تاسې او خدای چې تر څو مو خپلې ګټې په نظر کې وې شرم څه چې ددین پروا لا نلرئ. دا ټولې چارې پر هغه چا کیږي چې خپل تعهدات یې مات کړي وي. تاسې له اوله خپل تعهد او وعدې د خدای او د هغه د رسول سره ماتې کړې. تاسې له اوله په شرم او عار باندې مبتلا واست. کله چې الله ج په خپل مبارک کتاب کې تاسې ته د یهودو د چل او ول خبرداری… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

حیرانوونکی !!! مسلم یار چه هر څوک دی اوس یی هم کور ودان چه د جان کیری په کړنو او یا په صورت مجموع سره دغلامی اداری په غلامی یی د شرم کرښه راښکدی ، که یی ویلی وی چه جان کیری ښه کار کړی او لاسونه یی ورته د اثمر غنی ، او عبدالله به شان پړقولی بیا به تاسی څه لیکل .زه د مسلمیار دفاع نه کوم ، وایی سپی چه بند شی … کوی یا غاپی د غلامی اداری هغه د نازونو او مالی پیرزونی دروازی یو د بل پسی پسی راستعفی ګانی ورکوی غواړی چیری سفیران… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x