کندوز زندان کې د ښځینه مجرمینو شمیره مخ پر زیاتیدو ده

د کندوز ولایت د محبس چارواکې وايي د تیرو دوه کلونو په پرتله د ښځینه زندانیانوپه شمیر کې دوه برابره زیاتوالي راغلي چې له کبله يي دوی په اندیښنه کې اچولي دی.

 د کندوز زندان عمومی مدیر جنرال شاه میر امیرپور وايي د ښځینه مجرمینو په شمیر کې ورځ تربلې زیاتوالي راځي تیر کال په یاد زندان کې یوازی ۲۰ تنه ښځې بندیاني وی خوسږکال يي دغه شمیره ۵۰ تنو ته رسیدلي ده احتمال شته چې کال ترپایه نوره هم لوړه شي، چې له کبله يي مسوولین هم اندیښمن کړیدي.

 امیرپور د کندوز په زندان کې د ښځینه زندانیانو د زیاتوالې  لاملونه اخلاقې تیروتنې،نالوستې، بیوزلی، کورنۍ تاوتریخوالې او کمزوري اقتصاد په ګوته کوي نوموړي وايي دغه ډول قضیې په هغه لیری پرتو سیمو کې ډیری رامنځته کیږي چیرې چې ښځو ته په تیرو څو کلونو کې هیڅ یا لږ پاملرنه شویده.

په یاد زندان کې شاوخوا ۵۰ میرمنې د وژنو، تښتونو،اخلاقې انحرفاتواو مخدره موادو اوداسې نورو جرمونو په تړاو زندانیاني دی چې یوشمیر يي د زندان په دننه کې په ځینو لاسې صنایعو لکه خیاطی،غالۍ اوبدني،ګلدوزی اوداسې نورو کارونو باندی بوختي دی خو ترڅنګ یی یوشمیر بیا د زندان په تورو خونو کې له ځان سره یوازی د خپل زندان شپي ورځي شمیري چې دغه شمیر بیا په روانۍ ستونزه اخته شويدي.

د ماشومانود  تیاره راتلونکې په اړه د میندو اندیښنه :

 یوشمیر ښځینه بندیاني ګیله لری او وايي چې جرم فردی عمل دی چې سزا هم باید یوازی فرد وویني نه بل څوک، د میرمنو سره په زندان کې ماشومان هم شته چې میندي يي وايي، د زندان ناوړه ژوند اوله کرکې ډک حالت د هغوي په روحي او رواني حالت باندي اغیزه کړی میندي چې اوس په بند محکوم شوي د خپل ځان په فکر کې نه بلکه د خپلو اولادونو راتلونکې په اړه اندیښمني دی دغه میندي وايي د خپلو بچو تیاره راتلونکې اوبرخلیک په اړه ورسره ذهنې تشویشونه مخ پرزیاتیدو دی.

  دغه میرمني له دولت نه غواړي چې  د زنداني میندو ماشومانو ته مناسب ځایونه چمتوکړي او د دوی ځنې دی جلا کړي.

 په یاد زندان کې یوې میرمنې چې تور پوړیني يي په سرو، نه يي غوښتل نوم اودا چې په کوم جرم تر زندانه راغلي افشاء شي، ويي ویل (( زه  د ۶ ماشومان مور یم په ځانګړې ډول له ولسمشره غواړم چې  د کوچنیانو د راتلونکې او روزني لپاره ما له بنده آزاده کړي له ماسره مرسته وکړي زما ماشومان وژغوري ، زه به هیڅکله بیا د کومې ګناه  مرتکبه نشم ، زه بیوزله یم کور اوخاوند نلرم دغه ۶ سره ماته راترغاړي دی.))

د کندوز زندان مسوولین وايي د قوانیو له مخې تر۷ کلنۍ پوري ماشومان باید له میندو سره یوځای وی وروسته له هغې نه ولایتې روزنتونو ته لیږدول کیږي، جنرال امیر پور وايي نږدی ۲۰ تنه ماشومان چې عمرونه يي له ۷ کلنې نه پورته و د کندوز روزنتون ته لیږدول شوي چې هلته ورته د روزني مناسب شرایط برابر دی.

دمګړۍ په یاد زندان کې ۶۲۱ تنه زندانیان د بند شپي ورځي سبا کوي چې له ډلې يي شاوخوا ۵۰ تنه يي میرمني دی چې د بیلابیلو جرمونوپه تړاو زندان ته اچول شويدي.

همایون بابر-  د جولای ۱۶ مه ،۲۰۳ سه شنبه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د