ټکنالوژي

ټوشیبا خپل ستر خو سپک ټبلېټ وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۳مه ۱۳۹۴ل): ټوشیبا کمپنۍ هم غواړي د لومړی ځل لپاره خپل پیاوړی او ستر ټبلېټ له وینډوز ۱۰ سره کاروونکو ته وړاندې کړي.

د راپورونو پر بنسټ ټوشیبا کمپنۍ خپل دغه ستر ټبلېټ چې ډایناپډ (Dynapad) نومول شوی د کاروونکو اسانتیا لپاره له یو قلم سره چې واکوم (Wacom) نومول شوی وړاندې کوي چې په دې ډول هغو کسانو لپاره چې ډیر لیکل کوي یوi غوره انتخاب کیدی شي.

د ټوشیبا کمپنۍ دغه ټبلېټ به ۱۲ انچه ډسپلې لري. که څه هم دغه ټبلېټ د ډسپلې له نظره ستر ټبلېټ دی خو بیا هم وزن يي یوازې ۵۸۰ ګرامه ښودل شوی.

د لږ وزن لرلو سره د دغې ټبلېټ پنډوالی هم ډیر لږ دی. د راپورونو پر بنسټ دغه ټبلېټ یوازې ۶.۸ ملي متره پنډوالی لري چې په دغه ډول ټبلېټونو کې ډیر لږ لیدل کیږي.

د دغې ټبلېټ قلم داسې ډیزاین شوی چې د لیکلو پر مهال کاروونکی فکر کوي په عادي حالت د یوې پاڼې پر مخ خط لیکي. توشیبا دغه قلم یوه ستره لاسته راوړنه ګڼلې چې د نورو ټبلېټونو په پرته په دغه ټبلېټ کې کار کول اسانه کوي.

کاروونکي کولی شي دغه ټبلېټ د ټوشیبا له رسمي پاڼې څخه وپیري. د ټوشیبا کمپنۍ له خوا د دغې ټبلېټ رسمي بیه ۵۷۰ امریکايي ډالر ټاکل شوی.

دغه ټبلېټ له ۱۹۲۰*۱۲۸۰ پوره ایچ ډي ریزلوشن لرلو سره ۱۲ انچه ډسپلې لري، د اینټل کمپنۍ (Atom x5 Z8300) ډول پروسېسر په کې ځای پر ځای شوی او څلور ګیګابایټ رېم لري.

دغه ټبلېټ ۶۴ ګیګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري چې کاروونکي د میموري کارډ له استعمال سره دغه وړتیا زیاتولی شي. اصلي کامره يي ۸ او مخکینۍ کامره يي ۲ میګاپکسله ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x