افغانستان

کابل: بګرامیو کې چاودنې اتو تنو ته مرګ ـ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): د کابل په بګرامیو کې چاودنې اتو تنه مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

چاودنه نن سهار شاوخوا اوه بجې د بګرامیو په کمرۍ سیمه کې پر یو کاسټر موټر شوې ده، چې پکې یو تن وژل شوی او اوه نور ټپیان دي.

د پوهنې وزارت مسوولین وايي چې یاد موټر د دوی د قراردیانو و، چې نن سهار پرې د ماین چاودنه وشوه.

د پوهنې وزارت ویاند مجیب مهرداد وايي چې د چاودنې هدف هم همدا موټر و، چې د دوی کارکوونکي پکې سپاره و.

د کابل امنیتي مسوولین بیا په پېښه کې د یو تن وژل کېدل او څلورو نورو ټپي کېدل مني.

د چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x