افغانستان

امريکا غواړي، هند ته په افغانستان کې پراخ رول ورکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري۲۳مه ۱۳۹۵ل): امريکا پرېکړه کړې، چې د پاکستان په پرتله هند ته په افغانستان کې پراخ رول ورکړي.

«د هندو» هندي ورځپاڼې د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، چې د افغانستان په اړه پاکستان په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی او له همدې امله يې اوس پرېکړه کړې، چې د پاکستان پر ځای افغانستان کې هند ته پراخ رول ورکړي.

د امريکا دفاع وزير اشټون کارټر تېره اوونۍ نوي ډيلي ته تللی و، له هغه وروسته افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچرډ اولسن هم هندي چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې امريکا په دې اړه فکر کوي، چې هند ته د افغانستان په قضيه کې پراخ رول ورکړي.

ډيپلوماتيکې سرچينې وايي، چې هند نه شي کولای د امريکا په شتون کې د پاکستان په پرتله زيات رول ادا کړي او دا به کېدای شي يوازې د پاکستان د «وېرولو» ګواښ وي.

هندي رسنۍ دا هم وايي، چې ښاغلي اولسن، سويلي اسيا لپاره د امريکا د ملي امنيت مشر پيټر لېوای او د هند د ملي امنيت سلاکار اجيت ډاول له نورو هندي چارواکو سره په ګډه کابل کې په نا اعلان شوې ناسته کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري سره وليدل.

ريچرډ اولسن هندي چارواکو سره په خپلو ليدونو کې د هند له حکومت او ولسه مننه کړې، چې د افغانستان حکومت او خلکو سره يې هر ډول مرستې کړي او امريکا هم بايد هند ته د افغانستان په اړه پراخ رول ورکړي.

هند او افغانستان په ۲۰۱۱م کې ستراتيژيک تړون لاسليک کړی، مګر عملا د دواړو هېوادونو ترمنځ په امنيتي کچه څرګنده همکاري نه ترسترګو کيږي او لامل يې هم د دواړو هېوادونو «سړې اړيکې» بلل کيږي.

«د هندو» ورځپاڼې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سرچينې له قوله ليکلي، چې د افغانستان په اړه د پاکستان رول ډېر اړين دی او موږ «څلور اړخيزو ناستو هېوادونو» د خپلو ناستو پر مهال ډېره هڅه وکړه، چې طالبان د افغانستان په مشرۍ د خبرو مېز ته کينوو، مګر عملي پايله يې روښانه نه شوه. او لامل يې د طالبانو په اړه د کره معلوماتو نشتوالی دی، چې د سولې په اړه د هغوی رښتينی دريځ څه دی.

د سياسي چارو شنونکي وايي، چې هند د افغانستان په چارو، په ځانګړې توګه امنيت او سولې برخه کې مرسته نه شي کولای او امريکا دا ډول څرګندونې يوازې د دې لپاره کوي، چې پر پاکستان فشار راوړي او طالبان د خبرو مېز ته تيار کړي.

د سياسي چارو کابل مېشتی کارپوه انجينر نظر محمد مطمين وايي، پاکستان د دې توان نه لري، چې طالبان د فشار په نتيجه کې د خبرو مېز ته کينوي او تر څو، چې امريکا او ښکېل هېوادونه د سولې په اړه رښتينې هڅې ونه کړي او طالبانو سره مخامخ خبرې ونه کړي، دغه بهير د بريا لور ته نه شي تلی.

د څارونکو په اند هند او پاکستان خپلې سيالۍ او رقابتونه په افغانستان کې پالي او دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې د افغانستان خاوره، رسنۍ او ولس د خپلو ګټو لپاره وکاروي، چې دا کار د افغان ولس د اوږد مهالي راتلونکي لپاره ستر ګواښ دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x