نادري ناولده

کاناډا: د جمعې لمونځ دوه کرته ادا شو

masjed

په کاناډا کې د یو مسجد امام د روژې مبارکې میاشتې په اوله جمعه دوه ځله لمونځ ادا کړ.

د دوهم ځلي جماعت سبب د مسجد کوچنیوالی او د مقتدیانو او لمونځ ګذارانو ډیروالی وه. ویل شوي چې زرګونه لمونځ ګذاران د جماعت د لمانځه لپاره مسجد ته راغلي وه.

شیخ عبدالله ادریس علي چې د کاناډا د اسلامي مرکز امام او خطیب دی، د خطبې په ترڅ کې له خلکو غوښتنه وکړه چې په نړۍ کې خپلو مظلومو مسلمانانو وروڼو ته دعا وکړي.

په مسجد کې دوه زره لمونځ ګذاران په یو وخت کې لمونځ کولای شي. خو په دې ورځ ګڼه ګوڼه دومره زیاته وه چې د سیمې ټرافیکي پولیس یې د لازمو تدابیرو نیولو ته اړ کړل.

یو شمیر مسلمانان یوازې د روژې په مبارکه میاشت کې د مسجد او قرآن کریم مخ ویني. او د روژې په تیریدلو سره یې بیرته په طاعت او عبادت کې سستوالی راشي او بیا تر بلې روژې پورې انتظار باسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x