افغانستان

پکتيا: ګڼو ځوانانو د پارلمان د وکیلانو پر ضد لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): د پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې ګڼو ځوانانو په پارلمان کې د دې ولایت د استازیو پر ضد لاریون وکړ او هغوی يې په پراخ فساد تورن کړل.

دې ځوانانو چې « مرګ پر مفسدینو » شعارونه يې ورکول په پارلمان کې خپل وکیلان پر دې ملامت کړل چې د دې ولایت ټول دولتي بستونه يې پخپلو منځو کې سره ویشلي دي.

د لاریون یو تن ګډونوال وحید الله د نن ټکی اسیا خبریال ته وویل چې تعلیمي او کاري اسناد لري خو له دریو کلونو راهیسې بې کاره ګرځي په داسې حال کې چې څو ځلې يې د بستونو لپاره نوم ثبت کړی خو د وکیلانو د خوښې کسان پکې ګمارل شوي دي.

وحیدالله وايي چې د دې ولایت په هر ریاست کې هر وکیل خپل کسان لري، دوی غواړي ټولې ادارې له خپلو خپلوانو یا هم داسې کسانو ډکې کړي چې دوی ته پخپل میاشتني معاش کې پیسې ومني.

لاریون کوونکو نه یوازې د پارلمان وکیلان په دې فساد کې ښکېل بلل بلکې د دې ولایت د ولایتي شورا غړي يې هم ملامتول چې په دندو ګمارلو کې د ازاد رقابت تر نامه لاندې خپل کسان ګماري.

د دوی په خبره د ولایتي شورا غړي هم هڅه کوي داسې کسان پر دندو وټاکي چې دوی ته په میاشتني معاش کې پیسې ومني یا هم په مجموعي ډول نقدې پیسې ترې اخلي.

لاریون کوونکي وايي چې دلته دولتي بستونه په پیسو خرڅېږي او دومره قېمت ورته ټاکل کېږي چې د وکیلانو له خپلوانو پرته يې نور پر وړاندې بې وسه وي.

ياده دې وي د پکتیا په څنګ کې پکتیکا کې هم هغه ولایت دی چې د ځوانانو په قول يې ټولې دولتي ادارې د څو خاصو وکیلانو د خپلوانو په لاس کې دي.

تر اوسه د پکتیا استازیو د دې ولسي لاریون په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x