
سعادت: د امریکا او افغانستان اړیکي د بادار او غلام اړیکي دي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت د جان کېرې په راتګ او د هغه پخپل سرې پرېکړه شرمېدلی دی.
سعات وروسته له هغه د شرم اظهار کوي چې تېره ورځ د مشرانو جرګې مشر هم د جان کېرې ډاګیزه لاسوهنه د خپل حکومت لپاره د شرم وړ وبلله او پر دې يې افسوس ښکاره کړ.
عبدالستار سعادت وايي چې له امریکا سره د افغانستان اړیکي د بادار او غلام ترمنځ اړیکې دي، چې د ده په وينا د یو انسان په توګه پرې شرمېږي.
عبدالستار سعادت چې له دولتي څوکۍ سره سره پر دولت د زغردو نیوکو له امله مشهور دی، د مشرانو جرګې د مشر دا موقف ستایلی چې د جان کېرې مداخله شرمناکه بللې ده.
نوموړي د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال ارګ کې د ننه هم د غلامۍ او بادارۍ یوه خاطره یاده کړې او ورسره يې د جان کېرې اوسنۍ پرېکړه او څرګنده مداخله شرمناکه بللې ده.
سعادت لیکلي: «زه ټولې نړۍ سره خصوصا متحده ايالاتو سره د ښو اړيکو پلوی يم او ننګه يې کوم. خو د بادار او غلامۍ په بڼه اړيکه د ننني جهان په ادبياتو کې ځای نه لري. زه يې هم د يوه انسان په توګه نه خوښوم او پرې شرمېږم.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېرې د افغان حکومت دوه کلنه موده، له افغان اړخ، ولس یا هم پارلمان سره له مشورې پرته پخپله خوښه درې کاله نوره هم وغځوله.
اوس پوه شوئ ؟؟؟
دا چه سعادت او مسلمیار د امریکا په باداری اوس پوه شو او د ځان د پاره یی شرم ګڼی د هغو پر تله یی د احساس ستاینه او نماځنه کوی چه اوس هم ورته سجدی کوی ، او ځانو ته بیا هم خپلواک وایی ، مګر د سعادت او مسلمیار د شرم خبری داسی مثال لری چه تر اوسه ویده یا بی سواده وو ، بیا سعادت لا وایی چه زه د امریکا او ټولی نړی سره د شو اړیکو غوښتونکی یم مګر نه دا چه مونږ غلامان جوړ کړی د ده خبره داسی مثال لری لکه د چا… نور لوستل »