شعـــــرونه

نعت – محمد صلی الله علیه وسلم

لیکوال: استاد عبدالمالک همت
لیکوال: استاد عبدالمالک همت

عبدالمالک همت

ستر پېشوا د دې جهان دی محمد(صلی الله علیه وسلم)
لوی ژغورونکی د انسان دی محمد(صلی الله علیه وسلم)

دی د جهل د تیارو پر ضد راپاڅید
د باطلو سره وران دی محمد(صلی الله علیه وسلم)

د عرب او د عجم توپیر یې ورک کی
پلوی د مسلمان دی محمد(صلی الله علیه وسلم)

په ستر توب هیڅ و بل چاته قایل نه دی
بس پالونکی د رحمن دی محمد(صلی الله علیه وسلم)

لړزولي یې ماڼۍ د زور و ظلم
د مظلوم ځای د امان دی محمد(صلی الله علیه وسلم)

لر او بر یې پر نړۍ عدل جاری کړ
په رښتیا ناطق قرآن دی محمد(صلی الله علیه وسلم)

په پوهنه یې تیاره نړۍ ړڼا کړه
د علومو یو لوی کان دی محمد(صلی الله علیه وسلم)

رسالت یې کړ په ښه توګه ترسره
ځکه ډېر پر الله ګران دی محمد(صلی الله علیه وسلم)

زه “همت” یې په مننه افتخار کړم
چي استازی د سبحان دی محمد(صلی الله علیه وسلم)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x