افغانستان

هلمند کې ترافيکي پېښې ۵۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري۲۳مه ۱۳۹۵ل): د هلمند واشېر ولسوالۍ لخک سيمه کې د مسافرو يو سپارلۍ وړونکی موټر چپه شوی، چې له امله يې شپږ پنځوس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د ترانسپورټ رييس عبدالغفور توخي رسنيو ته ويلي، چې د صدا بهار شرکت ۳۰۳ ډوله موټر چپه شوی، چې له امله يې اووه کسان مړه شوي او له څلوېښتو زيات ټپيان دي.

د لښکر ګاه د ايمرجنسي روغتون ډاکټران وايي، چې د ياد موټر د چپه کېدو له امله د دوی روغتون ته اته مړي او اته څلوېښت ټپيان وروړل شوي دي.

د هېواد په لروبر په ځانګړې توګه پر لويو لارو ترافيکي پېښې ډېری وخت د موټر چلوونکی د بې احتياطۍ او تېز رفتار له امله رامنځته کيږي او حکومت تر اوسه په دې اړه کوم ځانګړی قانون نه دی تصويب کړی، چې موټر چلوونکو لپاره وړ شرطونه او همدا رنګه د موټر چلولو د رفتار اندازه وټاکي او سرغړوونکو ته يې سزا ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x