fazal hadi muslimyar

د ننګرهار ملي اردو کمیسار د مسلمیار په کور برید وکړ

په ننګرهار کې مېشت د مشرانو جرګی رییس فضل هادي مسلمیار په کور نن شپه کابو نهه نیمې بجې د همدې ولایت اړوند د ملي اردو د کمیسار له لوري په دوه رینجر موټرو څه باندې 22 ځانګړو ملي اردو پوځیانو په ملتیا وسله وال برید وکړ چې په ورته وخت کې د مشرانو جرګې رییس د کور ساتونکو له خوا چې د سرحدي پولیسو اړوند دي سره مخامخ شول. په دې پېښه کې چې د دواړو لوریو له خوا په یو بل د کلاشینکوفو او امریکایي ګرینوفو لاټونه راکاږل شول، مګر د سیمې ځایي اوسېدونکو له خوا د دواړو لوریو ترمنځ رامنځته شوې پېښه په سوله ییزه توګه هواره شوه.  له سیمې زموږ خبریال خبر راکوي چې د ننګرهار ولایت اړوند د ملي اردو د جلب و جذب د قومندانۍ اړوند دوه رنجره موټره د کمیسار صاحب په قومانده او ملتیا له ملي پوځیانو سره مل د هغه شخړې چې د یوه فریق چې کاسټر موټر چلوي په غوښتنه ورغلي وه چې د همدې مرکز څخه د ملي اردو نوي جذب شوي پوځیان کابل ته انتقالوي.

د کمیسار دا کړنه چې د ملي اردو د هر راز قوانینو او مقرراتو خلاف عمل یې ترسره کړی چې هغه د دوه ګاونډیو ترمنځ یوه لفظي شخړه وه، او دې د خپل پوځي منصب او څوکۍ څخه په بدې ګټې اخېستنې سره د ملي اردو ځواکونه  په ملکي سیمه ور مارش کړل، بیخي ناقانونه کړنه ګڼل کېږي او له لوړپوړیو پوځي چارواکو غوښتنه کېږي چې ددې مسئلې څېړنه باید په جدي توګه سره ترسره شي.

په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو کې دا وېره ترهه خوره شوه چې ګنې د ملي اردو له یونیفارم څخه په ګټې اخېستو د مشرانو جرګې د رییس پر کور ترهګریز برید ترسره کېدونکی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د