افغانستان

د پکتیکا په پېښه خاموش ولسمشر د هندوانو په مړینه غمرازي وښوده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري۲۳مه ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د هغو هندوانو په مړینه خواشیني څرګنده کړې چې تېره ورځ د هند کیړلا ایالت په یو درمسال کې د اور لګیدنې په ترڅ کې ووژل شول.

د راپورونو له مخې اور هغه مهال ولګېد چې په درمسال کې د اور لوبو جشن روان وه. په دې پېښه کې لږ تر لږه ۸۴ هندوان وژل شوي دي او ۲۵۰ نور ټپیان دي.

له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې ولسمشر غني په درمسال کې د اورلګېدنې په پېښه خواشینی دی او د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د وژل شوو هندوانو کورنیو او د هند حکومت او خلکو ته د «خواخوږۍ مراتب» وړاندې کوي.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني په داسې حال کې د هندوستان له خلکو سره د درمسال په پېښه غمرازي ښيي چې د هیواد په جنوبي ولایت «پکتیکا» کې يې د امریکايي بمبارۍ له امله د ۱۸ قومي سپین ږیرو او مشرانو په وژل کېدو غبرګون نه دی ښودلی.

د تېرې پنجشنبې په ورځ امریکايي بې پیلوټه الوتکو د پکتیکا ولایت «بانځو» سیمې د مخورو او قومي سپین ږیرو موټر په نخښه کړ او په کې سپاره ۱۸ تنه یې ووژل. دغه قومي مشران او سپین ږیري د یوې سیمې ایزې شخړې د حل په موخه په جرګه روان وه چې په لار کې پرې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو برید وکړ.

خو د یادې پیښې په وړاندې د ولسمشر اشرف غني خاموش دریځ او د هندوانو په درمسال د نوموړي غمرازۍ په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې ګڼې نیوکې او پوښتنې راټوکولي دي.

تېره ورځ «هارټ آف ایشیا» انګلیسي ورځپاڼې په همدې تړاو سرمقاله خپره کړې وه او لیکلي یې وه چې په ولسي مرګ ژوبلې د ولسمشر اشرف غني سکوت ښيي چې نوموړی د امریکايي ځواکونو لپاره د «افغانانو وژل» مشروع ګڼي.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني، چې د واک په دوهمه ورځ یې له امریکایانو سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، د واشګنټن پوسټ ورځپاڼې په باور د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د ولسي مرګ ژوبلې په غبرګون کې له احتیاط څخه کار اخلي.

نوموړی د هغو ۳۴ ولسي وګړو په وژل کیدو تر پایه غبرګون څرګند نه کړ چې تیره جولای میاشت د خوست په علیشیرو ولسوالیو کې د امریکايانو بې پیلوټه الوتکې په داسې حال کې ووژل چې د یو قومي مشر په جنازه کې د ګډون لپاره راغونډ شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x