افغانستان

پژواک: طالبانو فراه کې د پوهنیز بهیر د پرمختګ لپاره هڅې پیل کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): په فراه ولایت کې طالبانو د پوهنیز بهیر د غښتلتوب لپاره مټې را بډوهلې خو دولتي اداره بې وسي ښيي.

پژواک خبري اژانس په فراه کې د طالب چارواکو له خولې لیکلي چې دوی نه یوازې د تعليمي پروسې مخالفین نه دي، بلکې غواړي خلک پوهنې ته وهڅوي.

د سرچينې په وینا طالبانو له دولته د پوهنیز بهیر د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.

د فراه د پوهنې چارواکي وايي طالبانو تر خپل لاس لاندې سیمو کې د ښوونځيو د ودانيو او تدریسي امکاناتو غوښتنه کړې ده، خو دوی بودجه نه لري.

سرچینه په فراه کې د طالبانو له لوري د پوهنیز بهیر د نظارت عمومي مسوول مولوي سراج الدين شيواني له خولې لیکلي: «ملا منصور اخوند چې د اسلامي امارت په راس کې راغي کوښښونه شروع شول چې عصري علوم باید وده وکړي.»

د خاکسفید ولسوالۍ د محبت کلي د لومړني ښوونځي مدير محمد عارف مومن پژواک ته ويلي چې د دوی ګڼ ښوونځي د طالبانو په هڅو بېرته فعال شوي دي، د هغه په خبره طالبانو په سیمو کې اعلانونه وکړل او چاپي خبرتياوې يې خپرې کړي چې خلک باید خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي.

د دې ولسوالۍ د حاجي اباد کلي یو تن اوسېدونکی محمد ناصر وايي چې د دوی ښوونځي طالبانو فعال کړي او خلک يې د استادانو معشاونه د چندو له لارې ورکوي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د کندهار والي هم ومنله، چې طالبان له روغتيايي او پوهنیزو خدمتونو سره کومه ستونزه نه لري.

ډاکټر همایون عزيزي وویل چې طالبانو پخپلو تر لاس لاندې سیمو کې د روغتيايي خدمتونو د پراختیا غوښتنه کړې ده، چې د عامې روغتيا وزارت ورته باید پام وکړي.

وړاندې تر دې دولتي رسنیو طالبان د پوهنیز، روغتيايي او ګڼو عام المنفعه پروژو سرسخت مخالفين بلل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x