
اجراییه ریاست: که ټاکنیز اصلاحات پلي نه شي، پخپلو پلویانو به غږ وکړو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): اجراییه ریاست وايي چې که ټاکنیز اصلاحات پلي نه شي دوی به پخپلو پلویانو غږ وکړي.
د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي وايي چې دوی د یو ښه حکومت لپاره قرباني ورکړې او که يې غوښتنې ونه منل شي، پخپلو پلویانو به غږ وکړي.
رحیمي له اصلاحات ویبپاڼې سره مرکه کې ويلي، چې د ټاکنیزو کمیسیونونو اصلاح د دوی هدف دی او له خپل پنځوس سلنه ورکړل شوي واک نه به ګټه واخلي د اصلاحاتو د کمیسیون طرحه پلي کړې.
هغه په تېرو ټاکنو او په ټاکنیزو کمیسیونونو کې موجودې ستونزې د خپل مقابل لوري چې مقصد يې ولسمشر غني او د هغه پلویان دي، ملامت بللی دی.
د اجراییه ریاست ویاند ګواښ کړی چې که تر ټاکنو وړاندې ټاکنیز کمیسیونونه اصلاح نه شي دوی له خپلو هغو پلویانو مرسته وغواړي چې د ده په اصطلاح ټاکنې يې ور ګټلې دي.
ياده دې وي د ولسمشر غني او اجراییه رییس اختلاف د دوی د حکومت بنسټګر جان کېرې هم کابل ته په راتګ اړ کړ.
د سرچينو په قول جان کېرې اجراییه رییس پر دې ملامت کړی چې په حکومت کې يې تر ولسمشر غني زور ډېر دی.