د نن سرلیکنه

جان کیري ولې د ګډ حکومت موده وغزوله ؟!

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: پرون د امریکې د بهرنیو چارو وزیر او د ګد حکومت مؤسس جان کیري په یوه غلچکي سفر کابل ته راغی او هلته یې د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره ولیدل.

ښاغلی جان کیري په داسې وخت کې کابل ته راځي چې د هغه په لاس جوړ شوی ګډ حکومت تربل هروخت له سترو ننګونوسره مخ دی .

د ملي یووالي په نوم د جان کیري په لاس جوړ شوی حکومت هم د حکومت له دننه او هم له هغه نه بهر تر سختو امنیتي ، سیاسي او اقتصادي ګواښونو لاندې دی.

په داخلي کچه یاد حکومت نه دی توانیدای هغه ژمنې پوره کړې چې د امنیت ، اداري اصلاحاتو او اقتصادي وضعیت د ښه کولو په اړه يي ولس ته ورکړې وي .

له حکومت نه بهر هم د هغه مخالفین ورځ په ورځ په پوځي او سیاسي لحاظ نوي بریالیتوبونه تر لاسه کوي او په حکومت باندې د هغه د واکمنۍ ساحه را تنګوي.

هماغه ده چې د یاد حکومت نیمګړې کابینه لا نیمګړې او لوړ پوړي غړي یې د نه فعالیت او کاري مشکلاتو له امله استعفاء او دندې پریښودو ته مجبوریږي.

له بلې خوا د موسم په ګرمیدو سره ښایې په روانې میلادې میاشت کې د وسله والو طالبانو پسرلني عملیات هم اعلان شي چې خامخا به له پوځي او تبلیغاتي لحاظه پر ګد حکومت منفي اغیز لري.

پورتني وجوهات هغه څه دي چې د ګډ حکومت اصلي طراح جان کیري یې اړیست په دغه حساس وخت کې کابل ته راشي او د یوه اته ساعته ځنډ په ترڅ کې د خپل حکومت موده تر ۵ کلونو پوري وغزوي.

سره له دې چې د مشرانو جرګې په شمول د حکومت ځینو غړیو د کیري په دې پریکړې اندیښنه ښودلې او هغه یې د حکومت په داخلې چارو کې د نوموړي ښکاره مداخله بللې ، خو کیري د حکومت د مؤسس په توګه خپل مجبوریت لري چې د هغه موده تر پنځو کلونو پوري تمدید کړي .

ځکه کوم توقعات او هیلې چې جان کیري او د دیموکراتانو په واکمنۍ کې د امریکا حکومت په افغانستان کې د ګډ حکومت له جوړولو څخه لرلې په دووکلونو کې د هغوی تر سره کیدل ناشونی و؛ هماغه و چې نوموړي مجبور شو د ولس مشر بارک اوباما د واکمنۍ تر پایته رسیدو وړاندې د ګډ حکومت وخت تمدید کړي.

افغانانو ولیدل چې د ګډ حکومت له جوړیدو ۲۴ ساعته وروسته امریکایانو په هغه باندې امنیتي تړون لاسلیک کړ چې په ټول هیواد کې ور سره د نا امنۍ او بي ثباتي څپه تونده شوه.

هغوی پوهیږي یواځې د ګد حکومت په څیر د یوه پاشلي ، بیواکه او غیر متمرکز نظام تر سیوري لاندې د امنیتي تړون په څیر خپلو نور و هغواهدافو ته ځان په اساني رسولای شي کوم چې په افغانستان او سیمه کې د دوی مصالح تضمینوي.

هغوی په دې باور لري لکه څومره چې د امریکا امنیتي تړون په افغانستان کې د بي ثباتۍ او نا آمني لامل شو په هماغه اندازه به د ګډ حکومت د واکمنۍ تمدیدول هم د دې هیواد لپاره د مزید بحران او بي ثباتي لامل ګرځي او دا هغه څه دي چې سپینه ماڼۍ یې په افغانستان کې د خپل ځان په ګټه او له استراتیژیکو اهدافو څخه حسابوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x