
د روسيې سټافرو پول ښار کې پنځه چاودنې شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري۲۳مه ۱۳۹۵ل): د يو سرتيري بريدګر په ګډون درې تنو سټافروپول ښار کې د پوليسو پر يو مرکز بريد کړی دی.
رسنۍ د عيني شاهدانو له قوله وايي، چې لومړی پنځه چاودنې وشوې او له هغې ورورسته د سپکو او درنو ډزو اوازونه واورېدل شول.
روسي رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، چې درې واړه بريدګر وژل شوي، د پوليسو ودانۍ ته زيان اوښتی، مګر د پوليسو په ګډون بل چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
سټافرو پول کې د کورنيو چارو وزارت استازی وايي، چې يو تن سرتېری بريد کړی او دوه نور يې د امنيتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.
دا پېښه د روسيې په سويل نوسليسټيک ولسوالۍ سټافرو پول ښار کې رامنځته شوې ده.
رويټرز خبري اژانس د ځايي چارواکو له قوله ليکلي، چې امنيتي ځواکونو د بريد په اړه مخکې له مخې خبر درلود او پر وخت يې خپل غبرګون وښود.
روسي چارواکو تر اوسه د پېښې پړه پر کومې ځانګړې ډلې نه ده اچولې او نه هم کومې ډلې د دغې چاودنې پړه منلې ده.