
داودزی: ولس د حکومت له منځه تګ ته شېبې شمېري
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر عمر داودزی وايي چې ولس له حکومته تر دې اندازې زړه توری دی چې پای ته يې شېبېې شمېري.
خامه پريس عمر داودزي ته د منسوبې خپرې شوې خبرپاڼې په حواله ويلي چې ګډ حکومت هیڅ مشروعيت نه لري.
داودزي ويلي چې خلک د دې حکومت پای ته شېبې شمېرې او هغې ورځې ته بې صبرانه په تمه دي چې لویه ټاکنې ترسره شي، لویه جرګه راوغوښتل شي او اساسي قانون تعديل شي.
ګډ حکومت د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني تر منځ، د امریکا د بهرنیو چارو وزير په امر، د امریکا د پخواني سفير او حامد کرزي په شاهدۍ دوه کاله وړاندې رامنځته شو.
د دوی په هوکړه لیک کې راغلي و، چې دوه کاله وروسته به لویه جرګه راغوښتل کېږي او د اساسي قانون په تعدیل سره به د رژيم ډول صدارتي ته اړوي.
عمر داودزی په داسې حال کې د حکومت پر اوسني وضعیت او د خلکو په منځ کې د صفر محبوبیت څرګندونې کوي، چې د حکومت دواړه مشران د اختلاف اوج ته رسېدلي دي.
د عبدالله عبدالله او اشرف غني ترمنځ مخالفت د دې سبب شو، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دوی د منځګړيتوب لپاره کابل ته راغی او امر يې وکړ چې دغه حکومت به درې کاله نور هم دوام کوي.
داودزی ، احدی او سیاف چه کله د اوسنی ملی وحشی اداری د کمزوریو او ناکامیو په اړه څه وایی ، هیوادوالو او بادارانو ته یی داسی وانمود کوی چه غلامه اداره خو مشروعیت لری مګر اوسنی د ملی وحدت حکومت چه د جان کیری په واسطه رامنځته شوی مشروعیت او کفایت نه لری ، زه له دوی پوښتنه کوم که د ع او غ حکومت د امریکا به سفارت او د امریکا د خارجه وزیر له خوا وټاکل شو ، د کرزی حکومت خو له هیواده هم بیرون په اروپا کی د امریکا د جمهور ریس بوش له خوا… نور لوستل »