افغانستان

د ملي اردو د رینجر او سراچې په ټکر کي ۲ سرتیري او ۴ ملکیان وژل سوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۵ ل): د کندهار- هلمند پر لویه لار د ګرشک ولسوالۍ په نهرسراج سیمه کي د ملي اردو رینجر موټر د ملکیانو د تیز رفتار سراچې موټر سره ټکر کړی چي له امله یې ۲ تنه د ملي اردو سرتیري او ۴ تنه ملکي مسافر وژل سوي دي.

د هلمند ولایت د ترافیکو مدیر مرزاخان روحاني رسنیو ته وویل چي پېښه نن غرمه مهال شاوخوا دوولس بجې د نهرسراج په سیمه کي رامنځته سوي، نوموړۍ وایي چي د ملي اردو رینجر موټر د ملکي مسافرو د سراچې موټر سره ټکر سوی دی.

مرزاخان روحاني په خپلو خبرو کي رسنیو ته وویل چي په یاده ترافیکي پېښه کي د ملي اردو ۲ سرتیري وژل سوي او څلور نور ټپيان دي، هغه وایي چي د ملکیانو په سراچه موټر کي څلور مسافر وژل سوي او څلور نور ټپيان دي، ټپيان د تداوی لپاره روغتون ته لېږدول سوي دي.

د یادوني وړ ده چي نن سهار ۸ بجې د همدې ولایت په واشیر ولسوالۍ کي په یوه بله ترافیکي پېښه کي ۵۶ کسانو ته مرګ ژوبله واوښتل.

ورته لیکنې

Back to top button