را پاڅه

را پاڅه ای زلميه ستر ارمان سره ا شنا شه

د سولې ورورګلوۍ ښکلي جهان سره اشنا شه

ترڅوبه دا وطن په سرولمبوباندې سوزیږي

چې سولې ته لارخلاصه کړي زمان سره اشنا شه

په پوهه او تعليم باندې روښانه دا تيارې کړه

ځوانانو ته د پوهې دبستان سره ا شنا شه

تر څو به په پردي ملکو کې ګرځو سرګردانه

وطن ته بیا د سولې ارمغان سره ا شنا شه

چې ټول سره یو ځای کړي او دبل په درد درمند دی

دهيلو  د نجات د قهرمان سره ا شنا شه

په سيمه او ڼړۍ کې د با دردو ضرورت دی

چې سوله جهاني کړي دا جهان سره اشنا شه

په علم او تدبير سره د جنګ لمن کړي ټوله

پيشرفت او ترقی د ګلستان سره ا شنا شه

زخمی زخمی سينو کی دي زخمي داغلي زړونه

راپاڅه د دردمند زړونو درمان سره ا شنا شه

———————————————————————-

سميع الدين اقغاني

٢٥  –  ١٠  –  ٢٠١١  م ٠ کال



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.