ادبي لیکني

له ادبه استفاده

اجمل ښکلی

ادب د فرهنګ د يوې برخې په توګه له ټولنيز اړو دوړه اغېزمنېږي او پر ټولنيزو بدلونونو اغېز لري؛ خو کله د ټولنيز بدلون لپاره له ادبه ارادي استفاده کېږي او داسې دا پر يوه مشترک ادبي مضمون واوړي.

موضوعي تحول د ادب پر ماهيت اغېز کوي او داسې د ادب ودې ته لار جوړوي. په لسمه هجري پېړۍ کې د اسلامي عرفان د تبليغ لپاره له پښتو ادب نه عملي استفاده وشوه او روښانيانو او دروېزيانو د تصوفي فکر پر اساس د دين او د اسلامي عقيدې او فقهې د خپراوي لپاره اثار وليکل

پخوانو له ادبه د پند او مذهب لپاره ارادي استفاده وکړه او دا پر يوه دود واوښت. په هغه وخت کې يواځې خوشال و، چې د مغولو پر ضد يې د پښتون نيشنليزم خبره وکړه.دا کار په هغه وخت کې نااشنا ښکارېده؛ خو خوشال د پښتنو د ويښولو او د بهلول او د شېرشاه د وختونو د راژوندي کولو لپاره له ادب ارادي استفاده وکړه.

د انګرېزانو له ښکېلاکه په شلمه پېړيو کې راپيدا شويو شرايط بيا له ادبه د پښتونپالنې غوښته کوله. په خدايي خدمتګارو پورې اړوندو ليکوالو او شاعرانو د استعمار پر ضد د پښتنو د ويښولو لپاره له ادبه همدغسې ارادي استفاده وکړه.

د هند تر ازادۍ وروسته د پښتونستان لپاره په افغانستان کې هم له پښتو ادبه ورته استفاده وشوه. په افغان جهاد کې له ادبه د جهاد او جهاد مخالفې استفادې نه د مقاومت ادب اصطلاح وزېږېده.

اوس موږ په ادب کې د جګړه او جګړه مارو ارادي مخالفت وينو.

ادب هر وخت له شرايطو اغېزمنېږي؛ خو ستونزه دا ده، چې موږ د يوه وخت ادب د بل وخت لپاره نه شو کارولى. مثلا: تصوفي ادب په اوسنيو شرايطو کې په تور کميس کې سپين پيوند دى.

اوس د جهاد د وختونو له افراطي ادبه استفاده يا يې اوسنيو شرايطو ته د هغه ادب په سترګيو کې کتل ستونزې زياتوي، حلوي يې نه.

همدغسې د قومي جذبې د پارولو لپاره رامنځته شوى ادب په اوسنيو شرايطو کې زموږ ملتسازي له ننګونې سره مخوي. ملتسازي زموږ د ملې جغرافيې د خونديتوب لپاره اړينه ده. د مهالي بدلون له ذهنيت پرته د دې ادب لوست کس افراطي قومپرستۍ ته هڅوي او ټولنيزې ګډوډۍ ته لمن وهي.

پر دې بنسټ د هر وخت ادب چې لولو، د ټولنې د تاريخي شرايطو بدلون به نه هېروو.هر ادبي اثر په خپل وخت او د خپل وخت په شرايطو کې د پوهاوي وړ دى او که له خپله وخت وايستل شي، ذهنيتونه مغشوشوي. د ښځو په اړه د کلاسيک ادب خبرې راته اوس ځکه د منلو نه دي، چې موږ په ټولنيز بدلون او وده کې د ښځې نقش درک کړى دى.

د طبيعت ناورينونو او ټولنيز جبر ته پر کرښه سر ايښودل د پخواني ادب خاصه ده؛ خو اوس موږ د فرد پر معقوله ازادۍ او له ناورينونو سره مقابلې ته اړ يو؛ نو هغه ادب مو مخې ته نه پرېږدي، بلکې شاته مو راکاږي.

خو د ادب ټولې خبرې ژر نه بدلېږي. داسې خبرې پکې وي، چې هر وخت ترې استفاده کولى شو. مثلا، د فرد د احساساتو د پېژندلو لپاره د خوشال شاعري ډېر ارزښت لري. د ټولنيز سمون لپاره د رښتياوو، راستۍ او… اړوند راسره پخوانى ادب ډېره مرسته کولى شي.

پر دې سربېره په پخواني ادب کې راغلي ځينې نور مفاهيم له موږ سره د ټولنې په سمون کې لاس کوي. د عرفاني ادب مذهبي زغم راسره د بېلابېلو فرقو او قومونو سره په ګډ ژوند کې مرسته کوي.

خو موږ تېر ادب زياتره د دې لپاره نه لولو، چې په اوسنيو شرايطو کې ترې استفاده وکړو. ادب راسره د ژوند په پېژندګلوۍ کې مرسته کوي.

د پخواني ادب د لوست په وخت راسره د تاريخ مينه هم مله وي. موږ غواړو، چې د پخوانو خلکو پر ژوند او فکر پوه شو؛ ځکه نو له پخواني ادبه خوند اخلو.

 د ادب د لوست لوى علت ادبي ذوق دى. موږ چې ادب لولو د مهال احساس رانه هېر وي. موږ د ادب مطالعه زياتره له مهاله ماورا کوو. د پخوانو د شاعرۍ په هېنداره کې چې ځان ووينو، خوند راکړي.

هر وخت د تېر مهال ادبي متونو ته مانا ورکوي او په متون کې د خپل وخت د ټولنيزو تمايلاتو له پلوه بدلون راځي؛ خو که دا استفاده د سرسري سياسي او نورو موخو لپاره وي او موږ د خپل وخت د سختو ناادبي غوښتنو له مخې په ادبي متونو کې انتخاب وکړو، د ادب ماهيت ته زيان اړوو، ځکه ادب نظام دى. دا نظام بهرنۍ نړۍ نه ده، بلکې د بهرنۍ نړۍ په اړه برداشت او ادبي تعبير دى؛ نو که داسې مداخله وکړو، د ادب نظام ننګوو او ښايي دا سيسټم زيانمن کړو، ځکه زموږ د انتخاب معيار ناادبي دى. د ناادبي انتخاب په مټ د ادبي متونو انتخاب به زموږ سياسي موخې ترلاسه کړي که نه؛ خو ادبي ارزښت به يې کمزورى وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x