شعـــــرونه

غزل: نظام کندهاری


نظام کندهاری

نه مې لاره ده کږه نه يم روان کوږ
هسې ښکارم په نظر کې د جهان کوږ

کوږ به نشم د جهاد له پاک مسير نه
که هرڅومره راته وايي بد خواهان کوږ

غير له خدايه چې بل چاته په ملا کوږ شي
ټکول به لکه ميخ خوري په سندان کوږ

له کاږه دايه ديوال کږيږي ټوله
خدايه مه کړه چېرته زړه د مسلمان کوږ

غرور کوږ کړ له صراط المُستقيمه
تر ابده به انجام وي د شيطان کوږ

تر منزله پورې کوږ بار نه رسيږي
تر ميزانه به څوک څنګه وړي ايمان کوږ

د کږې خولې کار کاږه واږه ويل وي
په کږو زړو کاږه خکل کړي ګُمان کوږ

رقيبان دې راته ټوله کوږ کوږ وايي
ربه مه مې کړې حضور کې د جانان کوږ

په کږو سترګو چې کوږ ګوري نظام ته
دی ښکاره په حقيقت کې دا انسان کوږ

نظام کندهاری 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x