خبرتیاوی او پیغامونه

د حکمتيار نوي کتابونه له چاپ را وتلي

١-قرآن او پښتو ژباړه ئې:

له ښکلې په زړه پورې او دقيقي پښتو ژباړې سره، په ښايسته حروفو، معياري صحافت او جيبي قطع کي، د قرآن هر مينه وال ته سپارښتنه کوو چې نه يوازې په خپله دا قرآن تر لاسه کړي، تل ئې په حضر او سفر کې له ځان سره وساتي او تلاوت او حفظ ئې د همدې له مخې وي، بلکي د خپلې کورنۍ هر غړى او هر دوست، ملگري او مېلمه ته ئې هديه کړي.

٢-د قرآن پلوشې تفسير اوم او اتم جلدونه:

د هغه تفسير وروستي جلدونه چې نه يوازي د پښتنو لپاره ستره او ارزښتمنه ډالى ده، د اسلامي امت علمي زېرمي ته ئې غنا بخښلې، د قرآن ډېر دقيق تفسير او شرح ئې وړاندې کړې، ټولو هغو پوښتنو ته ځواب وايي چې د قرآن مينه وال ور سره مخامخ کېږي او تنده ئې د نورو تفسيرونو په لوستلو نه رفع کېږي، بلکې د قرآن هغه ستر ستر علمي اعجاز هم د لوستونکو مخې ته ږدي چې هر يو ئې د مخکنيو پيغمبرانو عليهم السلام تر سترو سترو معجزو سر دى.

٣-ښځه او حقوق ئې:

په دې کتاب کې د ښځو مقام په اسلام کي، د هغوى حقوق، د کورنۍ اهميت او حرمت، او گڼ شمير نور اړوند مسائل څېړل شوي او هغو پوښتنو ته مدلل او مضبوط ځوابونه ويل شوي چې د دښمنانو له لوري په دې اړه مطرح کېږي.

٤-فيلم يوسف پيامبر، تحريف دين مسخ تاريخ:

د هغه ايراني فيلم مدلل نقد چې د يوسف عليه السلام پر ژوند ئې جوړ کړى، او په هغه کې د قرآن ايتونه تحريف شوي، تاريخي حقائق مسخ شوي، د يعقوب عليه السلام او يوسف عليه السلام مقام ته سپکاوى شوى، ديني ارزښتونو ته يې اعتنائي شوې او خرافاتو ته د مذهب رنگ ورکړى شوى.

دا کتابونه د پېښور او کويټي په کتاب پلورنځيو کې هم موندلئ شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x