ټولنیزه برخه

پاچا، څلور وزیران او قلف

له پنده ډکه کیسه :

ژباړن : عطا محمد میاخېل


پاچا غوښتل، چې خپل لومړی وزیر وټاکي، د هېواد څلور ستر متفکرین یې را وغوښتل او هغوی یې په یوه کوټه کې کېنول او ورته وې ویل : د کوټې دروازه به ستاسو پرمخ وتړل شي، د کوټې قلف عادي قلف نه دي او د ریاضي په یوه جدول سره به خلاص شي، تر هغه وخته، چې هغه جدول مو نه وي حل کړی، وبه نه شئ کولای، چې قلف پرانیزئ . که چېرې وکولای شئ مسئله حل کړئ، نو کولای شئ چې دروازه پرانیزئ او را بهر شئ .

پاچا بهر لاړه او دروازه یې وتړله . له هغو څلور کسانو څخه درې تنو یې پرته له ځنډه خپل کار پیل کړ . په قلف باندې شمېرې لیکل شوې وې، هغه شمېرې یې ولیکلې او په هغو شمېرو یې کار پیل کړ .
څلورم کس په یوه ګوښه کې ناست و . هغو درې کسانو داسې فکر وکړ، چې هغه لېونی دی، نوموړی په تړلو سترګو په یوه ګوښه کې ناست و او کار یې نه کاوه، څو شېبې وروسته له خپله ځایه پورته شو او د دروازې په لور لاړ، دروازه یې ټېل وهله، خلاصه شوه او له کوټې څخه بهر شو . هغه درې کسان په خپل کار بوخت وو، حتی هغوی ونه لیدل، چې څه پېښه را منځته شوې، چې څلورم کس له کوټې څخه بهر شو، کله چې پاچا له یاد شخص سره کوټې را وګرځېده، نو وې ویل : کار بس کړئ، آزموینه پای ته رسېدلې او ما خپل لومړی وزیر وټاکه .


هغوی باور نه شو کولای او پوښتنه یې وکړه : څه پېښ شوي ؟ هغه کار نه کاوه او یوازې په یوه ګوښه کې ناست و؛ هغه څه ډول وتوانېده، چې مسئله حل کړي ؟
څلورم کس وویل : مسئله په کار کې نه ده، زه یوازې کېناستم او لومړۍ پوښتنه او بنسټیز ټکی دا وو، چې آیا قلف تړل شوی او که نه ؟ هغه شېبه مې چې دا احساس وکړ، نو یوازې په سکوت کې مې وکتل، په بشپړه توګه مې چوپتیا اختیار کړې وه او له ځان سره مې وویل، چې له کومه ځایه یې پیل کړم ؟ لومړنی څیز چې هر هوښیار انسان به یې وپوښتي دا ده، چې آیا په رښتیا کومه مسئله شتون لري ؟ څه ډول یې حل کولای شم ؟ که چېرې هڅه وکړې، چې حل یې کړې، ترڅو بېرته را وګرځې، نو هېڅکله به ترې بهر نه شې، نو زه یوازې لاړم، چې وګورم، آیا په رښتیا دروازه قلف شوې او که نه ؟ ومې لیدل چې قلف خلاص دی .


پاچا وویل : د انحراف ټکی همدا و، دروازه قلف نه وه او قلف پرانیستی و . زه په تمه وم، چې یو له تاسو څخه رښتینې پوښتنه وپوښتئ، په داسې حال کې چې تاسو یې حل پیل کړ او په همدې ځای کې مو بنسټیز ټکی له لاسه ورکړ . که چېرې ټول عمر مو په هغه کار کړی وای، نو نه مو شو کولای چې حل یې کړئ . دا سړی پوهېږي، چې په ستونزمن ځای کې څه ډول هوښیار واوسي، نو سمه پوښتنه همدې شخص مطرح کړه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x