ادبي لیکني

د چاپي رسنيو ګړدوديز تېری/ بصيرالحق عادل

بصير الحق عادل

ګړدود يا لهجه د يو ليکوال حق بلل کېږي، پښتو ژبه چې پر بېلابېلو لهجو مالامال ده شمېر يې تر ۱۵۰ اوړي، خو دا په دې مانا نه ده چې موږ به پر ۱۵۰ لهجو ليکل کوو او ځان ته به لوی سرخوږی جوړوو.

پښتو ژبه چې له بې شمېره ستونزو سره مخ ده، يوه پکې د ګړدود ده، دا هغه لوی مشکل دی چې پښتنو عالمانو او ژبپوهانو تر اوسه هوار نه کړ او نه به ژر هوار شي.

خو يوې خبرې ته سړی خوشبينه کېږي چې تر ډېره بريده داسې يو ليکدود لرو چې په ډېر لږ توپير ټولو پښتنو منلی دی، ليکل او لوستل پرې کوي چې دا د خوشالۍ خبره ده، خو ستونزې کوم ځای کې او په کومه برخه کې دي؟

زموږ لوستي خلک اوس هم د خپلې ژبې سره بې انصافي کوي، په لوی لاس چې څومره يې وس رسېدلی د نورو ليکوالو پر حق تېری کوي او د دوی پر حريم ورخېژي، د داسې ډېرو پېښو سره مخ شوی يم او زه هم د هېواد د هغه ناچيزه ليکوالو يم چې پر ليکنو مې يو شمېر چاپي رسنيو ګړدوديز تېري کړي دي.

پښتانه مې ټول د سر سترګي دي، هر پښتون او افغان په مختګ بې حده خوشالېږم او پر پښتو ژبې خو خپل روح قربانووم، د ژبې سره د مينې په خاطر مې د کرنې پوهنځی پرېښود او لوړې زده کړې مې همدې خوږې پښتو کې وکړې، خو پر يو شمېر ليکنو مې د ګړدوديز تېري خاطرو ته راځم:

د ليکوالۍ پر ډګر او رسنيو سره شاوخوا ۱۱ کاله کېږي لږ وډېر کار کووم او دغه برخه کې لګيا يم، له بې شمېره تجربو، ستونزو او کيسو سره مخ شوی يم خو کله چې مې خپل ژبنيز او ګړدويز حق څخه دفاع کړې ده، يو شمېر ملګرو متعصب بللی يم خو د دوی خپل تېري ته نه دی ورپام.

شاوخوا ۴ کاله وړاندې مې هلمند کې يوې سيمه ييزې راډيو کې دنده پيل کړه، مخکې له دې چې خپلې خپرونې ته انانس ثبت کړم د راډيو د مسؤل لخوا راته وويل شول: «بايد پر هلمندۍ لهجه يې ثبت کړې.».

ما ورته وويل نه مې ده زده او بله دا چې زما داسې لهجه نه ده چې دلته دې پرې څوک پوه نه شي. سړي ته مې قناعت ورکړ خو بيا يې هم نه غوښتل چې زه خپرونې وړاندې کړم، يوازينی لامل يې همدغه کړدوديزه ستونزه وه، فقط د يوې خپرونې د وړاندې کولو دا يې راسره په دې شرط ومنل چې د «نشته او شته» پر ځای به «نسته او سته» وايي.

نه مې ملامتاوه، په دې خاطر چې له دې اصولو ناخبره و.

تر دې دوه کاله وروسته هلمند کې د «بست پوهنتون» مجلې دويمې ګڼې لپاره راڅخه ليکنه وغوښتل شوه، ليکنه مې ور کړه، د مجلې مسؤل مدير د پوهنتون استاد وو، خو کله چې مجله له چاپه راووتله نو زما د ليکنې ګړدود سر تر پايه اړول شوی و، ياګانې يې وربدلې شوې وې، زيات ګيله من شوم، په دې خاطر چې ما په داسې لهجه ليکنه کړې وه چې هيڅ پښتون لوستوال به پکې ستونزه ونه ويني، ځکه ما په مروجه پوهنيزه او ليکنيزه لهجه ليکنه کړې وه، خو کله چې مې دا موضوع د مجلې له مسؤل سره شريکه کړه، ځواب يې دا وو چې دا يوه سيمه ييزه رسنۍ ده او بايد د همدې سيمې پر لهجه پکې ليکنې خپرې شي.

نزدې درې کاله وړاندې د هلمند د اطلاعات او کلتور رئيس عليشاه مظلوميار د شعرونو ټولګه له چاپه راووتله، وار له مخې يې ما پر کتاب سريزې ولوستلې، د هېواد نوميالي شاعر پير محمد کارون هم سريزه پرې کښلې وه، خو ليکنه سر تر پايه اړول شوې وه او د هلمند په لهجه ليکل شوې وه، دا کار په لوی لاس شوی وو او د ليکوال پر حق يې تېری کړی و.

په نږدې تېرې شويو ورځو کې مې د «کندهار اونيزې» څلورمه ګڼه کتله، که د هر ليکوال ليکنه وه پر کندهارۍ لهجه اړول شوې وه، د بېلګې په توګه د ځوان ليکوال ګل رحمن رحماني يوه ليکنه «نزاکتونه څه شی دي» پر «نزاکتونه څه شي دي» اړول شوې وه او تر پايه بيا د ليکوال پر ليکنې ګړدوديز تېری شوی وو.

دا يوازې يو څو بېلګې وې، نورې مې هم ګڼې بېلګې ليدلې وې، ليکوال اړويستل شوي دي چې خپله لهجه واړوي چې دغه کار ژبې ته لوی زيان رسولی، ليکوال يې زړه توري کړي دي او پر خپلو ليکنو پښېمانه شوي دي.

په ژبنيز ډګر کې زموږ د نه يووالي او پاتې والي يو لامل همدا دی چې موږ همېشه يو بل خوږ کړي دي، څومره چې مو وس شوی دی يو پر بل مو ځينې شيان په زوره منلي دي او يا مو د يو بل په نشتون کې پر حقونو تېری کړی چې بالاخره خبره ضد او عناد ته وتلې ده، د زغم قوه مو کمه شوې ده او غچ اخيستلو ته مو ملاتړلې ده.

اصلاً اصول دا دي چې د يو ليکوال په ليکنه کې که هر څه کمی او ډېری وي او يوه خپرنيزه اداره يې غواړي اصلاح کړي نو د ليکوال سره دې اړيکه ونيسي او د هغه په مشوره بايد يو کار ترسره کړي ګني په خپل سر هيڅوک د يو چا په ليکنه کې د اېډيټ حق نه لري او زما په اند دا يو لوی تېری دی.

د پښتو ګړوديزو ستونزو د هوارۍ او د يو متحد ليکدود په ارمان.

۱۳۹۵ل / ۱/ ۲۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x