شعـــــرونه

نن ټکي اسیا ته!

عبيد شينواری

زمونږه ویاړ زمونږه ځان یې ننه
زمونږدهیلوترجمان یې ننه

تاموبدل کړلودفکرلوری
ته سموونکی دازهان یې ننه

دننګ شمله دننګ ممبریې زمونږ
دزړګي غږدهرافغان یې ننه

په تاکې لولوپاک سیرت دنبي
ته آینه دمسلمان یې ننه

ته لکه ستوری راختلی یې ته
زمونږدهیلوپراسمان یې ننه

ته دقلم اودسنګرژبه یې
دمجاهددژوندداستان یې ننه

ته مودزړه اودضمیرچیغه یې
ته مواواز دپاک وجدان یې ننه

داچې عام فهمه اوخوږ ژبې یی ته
زمونږدپلرونوپه لسان یې ننه

تادعبید په زړه کې ځای نیولی
ځکه ډیرزیات ورباندې ګران یی ننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x