نظــر

امریکا په راتګ او تګ دواړو کې په مونږ احسان باروي

nato withrawal

پرون د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي وه چې افغانان زمونږ حضور ته اړتیا لري او مونږ به د ۲۰۱۴ نه وروسته هم په دې هیواد کې پاتې شو.

دا لومړی ځل نه دی چې امریکا په افغانستان کې د خپل پوځي پایښت خبرې کوي، له دې وړاندې هم د مختلفو کچو چارواکو ورته اظهارات کړي دي. خو جالبه دا ده چې تر اوسه په دې برخه کې امریکا خپل واضحه موقف او غوڅ تصمیم نه دی اعلان کړی، یوه ورځ وايي چې د عسکرو شمیر صفر ته راولو بله ورځ بیرته خپله خبره رد کړي چې افغانستان مونږ ته ضرورت لري مونږ له دې ځایه نه شو تللی.

دا چې ایا د امریکایانو سیاسي، نظامي، او ذهني جوړښت به دا ایجاب کړي چې په افغانستان کې خپل عسکر وساتي بیله موضوع ده او په مخکنیو لیکنو کې پرې خبرې شوي دي. دلته غواړم د امریکایانو د دغسې رنګارنګ څرګندونو تر شا په اهدافو او مقاصدو وغږیږم.

که په تاریخي لحاظ لږ شا ته وګورو او یوه لسیزه مخکنيو حالاتو ته پام وکړو، هغه مهال چې افغانستان ته د امریکایانو د راتګ تازه شیبې وې، دا خبره ډیره تکراریده چې “امريكايانو د روسانو له شکست وروسته يوه عظيمه اشتباه کړې چې افغانستان ته یې شا کړې وه”. که به دې راډیو ته غوږ کیښود همدا خبره به یې اړوله را اړوله چې خوشبختانه امریکا وروسته له دې چې افغانستان ته یي شا ګرځولې بیا یي دې هیواد ته مخ وګرځاوه. که به دې تلویزون روښانه کړ هم د امریکا په شا اړولو به مو نرمې-نرمې نیوکې اوریدلې. خلاصه دا چې د هر چا په شونډو به دا خبره پرته وه چې ګورئ تنظیمي جګړو وښوده چې هیواد ته د امریکا شا اړول په څومره دروند قیمت تمامیږي. ددوی مقصد به دا وه چې زمونږ په زړونو کې د امریکا قدر، اهمیت، او ارزښت زیات کړي او د امریکا پوخیان په افغانستان کې ښه استقبال شي.

که څه هم دغو تبلیغاتو هغسې ګټه ونه کړه څومره چې د امریکایانو توقع وه او برعکس د استقبال پر ځای د هیواد په ګوټ ګوټ د شدید مقاومت سره مخامخ شول، خو بیا هم یو شمیر ساده لوحي افغانان پرې غولیدلي وه او په امریکا يې ډیر لوی اعتماد خبل کړی وه. خو یوه لسیزه وروسته امریکایانود خپلو ناروا کړنو په سبب په افغانستان کې خپل هغه نسبي اعتماد او محبوبیت هم د لاسه ورکړ. اوس په کورنۍ او نړیواله کچه عامه ذهنیت دا دی چې امریکا افغانستان ته په تیره یوه لسیزه کې پرته د وژلو، ورانولو، ځورولو، بمونو، بمباردونو، او تباهۍ بله هیڅ ګټه نه ده وررسولې. د امریکا مثال اوس په سیمه کې د یو داسې رټل شوي ژوي په څیر ګرځیدلی چې نه یې افغانان دلته پاتې کیدل غواړي، نه یې د سیمې او ګاونډ هیوادونو ته موجودیت د زغم وړ دی، حتی خپل ولس یې نه غواي چې په افغانستان کې يي عسکر پاتي شي او هر څوک په دې کوشش کي دي چې څومره ژر کیږي له دې ځایه ووځي.

څرنګه چې افغانستان د امریکا لپاره سره تبۍ ګرځیدلی نو له یوې خوا له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ویستلو پرته بله لار نه لري، له بلې خوا د ځان لپاره د با وقاره خدای پامانۍ اتوموسفیر جوړول غواړي او نه غواړي چې وتل یې د افغانانو په چکچکو او یا لږ تر لږه په سکوت بدرګه شي. بلکه غواړي چې تر شا ورپسې ویرونه وشي، اوښکې ورپسې تويې شي، او ارمانونه یې وشي.

زه په دې باور لرم چې امریکا په افغانستان کې پښې نه شي ټینګولای، خو د (وځو، نه وځو) موقف په اساس غواړي په افغانانو باندې خپل تګ هم داسې قدرمن کړي لکه راتګ یې چې ورباندې قدرمن کړی وه. امریکا هڅه کوي داسې یوه فضا ایجاد کړي چې له یوې خوا ورته د عسکرو د پریښودو زارۍ کیږي او له بلې خوا هغوی د خپلو عسکرو په ویستلو لګیا وي. او لږ تر لږه یو څو کسان داسې پیدا کړي چې یو څو ورځې ورپسې ویر کړي. همدا وجه ده چې وخت پر وخت داسې څرګندونې کوي چې ګواکې افغانان ددوی پاتې کیدلو ته ضرورت لري او دا به ددوی نیکي او احسان وي چې په افغانستان کې خپل عسکر پریږدي.

افغانان د امریکا پوځي وجود ته د یوې دقیقې لپاره ضرورت نه لري، که امریکا یو کال وروسته خپل عسکر باسي افغانان به ارمان وکړي چې کاشکې يې یو کال مخکې لا ویستلی وای، هیڅ با درکه افغان د امریکایانو موجودیت د هیواد په خیر نه ګڼي.

دا یو واقعیت دی چې امریکا مړه ده، امریکا لا وختي په تابوت کې غځیدلې او اوس یې وروستي میخونه په تابوت لګول کیږي. خو وايي مړی په ژړا ښه ښکاري، ځکه خو هغه مړی چې جنازه یې وځي او څوک ورپسې نه ژاړي خلکو ته ډیر بې قدره ښکاره کیږي، امریکا دا درک کړی چې جنازه یې په همداسې شرم آور ډول له افغانستان څخه په وتلو ده، نو دا چې اوس خلکو ته د خپلو عسکرو ګټې او فایدې بیانوي، په حقیقت کې د یو څو کرایي ویرکوونکو د پیدا کولو ناکامې هڅې او کوښښونه دي او بس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x