افغانستان

جلال اباد ښار ته څېرمه چاودنې دوولس کسان ووژل او څلوېښت يې ټپيان کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۵ ل): شېبه مخکې د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار ته څېرمه يوې درنې چاودنې لږ تر لږه دوولس کسان ووژل او څلوېښت نور يې ټپيان کړل.

عيني شاهدان وايي، چې چاودنه د سرتيري بريد په واسطه شوې ده.

سيمه کې يوې سرچينې نن ټکی اسيا ته وويل، چې سرتيری بريدګر په موټر سايکل سپور و، چې د سره رود ولسوالۍ دوه سرکې سره يې د پوليسو اکاډيمۍ کاسټر په نښه کړ.

د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، چې په دغه پېښه کې دوولس کسان وژل شوي او نږدې څلوېښت ټپيان دي.

د چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x