افغانستان

جنرال دوستم: د ترکيې ترکانو او ازبکستان ازبکانو په استازيتوب د ولسمشر تر شا ولاړ يو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۵ ل): د ګډ حکومت د مشر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم وايي، چې  د افغانستان ټول ازبکان او د ترکمنان د ولسمشر ملاتړ کوي.

جنرال دوستم نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د امير علي شير نوايي په ياد جوړې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې ولسمشر د ټاکنيز کمپاين پر مهال ژمنه کړې وه، چې د ولس او ارګ ترمنځ به واټن کم کړي او دغه ژمنه يې عملي کړې ده.

جنرال دوستم دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، په هېواد دننه او نړيواله کچه د ګډ حکومت له کړنو نهيلي ښودل کيږي او خلک وايي، چې حکومتي چارواکي د ولس د خدمت پر ځای په خپلو سياليو او شخړو اخته دي.

د ولسمشر  لومړي مرستيال اشرف غني ته ډاډ ورکړ، چې، موږ د ترکيې ترکمنانو او ازبکستان ازبکو په استازيتوب د ولسمشر ملاتړ کوو.

ولسمشر غني د غونډې ګډونوالو ته وويل، چې د امير علي شير نوايي په نوم به يو مډال ثبت کړي او انځور به يې هم د ارګ  په سلام خانې ماڼۍ کې ولګوي.

امير علي شير نوايي د غياث الدين زوید لقب يې نظام الدين و د تيموريانو په زمانه کې ايران کې ستر قوماندان و.

امير علي شيرنوايي، ۸۴۴ه ق په هرات کې زېږېدلی و، لومړنۍ زده کړې يې له خپل پلاره کړې وې او د لوړو زده کړو لپاره سمرقند او نورو هېوادونو ته تللی و.

نوموړی د ښه نوم او عزت څښتن و، په شعر او ادب کې يې ښه نوم درلود، په فارسي او او ترکي جغتايي ژبې يې ادبي ليکنې او شاعري کړې او له همدې امله په «دو لسانين» يادېده.

په ترکي شعرونو کې يې تخلص نوايي او فارسي کې فاني دی. په پښتو او عربي ادب کې د نوموړي شعرونو او ادبي هڅو ته اشارې شوي او په ګڼو برخو کې يې لسګونه کتابونه ليکلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

دا د ترکیی ترکان او د ازبکستان ازبکان ندی . دا د افغانستان ازبکان او ترکان دی . ترکمنان او ازبکان د افغانستان د میړنیو قومونو څخه دوه قومونه دی چی زموږ د هیواد په شمال کی میشت دی . زه نه پوهیږم چی ولی د نن ټکی اسیا د متن لیکونکی څخه ددی متن په لیکلو کی دا اشتباه شوی ممکن لیکونکی به غوښتل چی د افغانستان نوموړی خلګ او نوموړی قومونه د ازبکستان او ترکیی هیواد ته ور تحفه کړی او ممکن هسی سهواً به دا متن داسی لیکل شوی وی

الحاج استا ذ بیانزی

تاسی د غنی د متفکر کیدو کچی ته وګوری چه دومره احمق او د پشتنو قاتل انسان یی خپل لمړی معاون ټاکلی ، د متفکر احمقی به شاته کړو ، تاسی د دغه لوی شداد حماقت ته وګوری چه په لوی لاس د ترکانو او ازبکستان لاسوهنی زمونږ په هیواد کی په ډاګه کوی او ځان د هغوی ګوډاګی جوړوی او دای ولس شرم غنی ته ګوت څنډنه ده چه زه د دغه دوه هیوادو غلام یم که دی څه راته وویل د هغوی ګټی به درباندی باندی شی او هغوی به مونږ ته ستاسی په ضد کودتا کی راته… نور لوستل »

محمد نعیم سادات

د افغانستان د قومونو په منځکی د تعصب او نفاق شیندلو پروژه د روم د کلیسا لخوا طرحه شوی او د ایران د صفوی حکومت لخوا پرمخ وړل کیږی . پدی منځکی بعضی کړی او اشخاص زموږ له هیواده شعوری د صفوی رژیم په چوپړ کی دی چی صفوی رژیم سره د نوموړی پروژی په عملی کولو کی مرسته کوی او بعضی بیا داسی کړی دی چی مستقیم د روم د کلیسا سره په ارتباط کی دی هغه لکه د پخوانی پاچا ظاهرشاه شاهی کورنی پداسی حال کی چی د صفوی منافیقینو سره ښه په راکړه او ورکړه کی دی… نور لوستل »

محمد نعیم سادات

بیانزی صاحب زه داسی فکر کوم چی دوستم به داسی نه وی ویلی چی زه د ازبکستان د ازبکانو او د ترکیی د ترکانو په استازیتوب د اشرف غنی ملاتړ کوم بلکی ممکن هغه ویلی وی چی زه د ازبکانو او ترکمنانو په استازیتوب د اشرف غنی ملاتړ کوم خو ممکن د متن لیکونکی به کوښښ کړی وی چی ازبکان او ترکمنان د افغانستان له حدودو وباسی

محمد نعیم سادات

عراق او افغانستان دوه هغه هیوادونه دی چی د صفوی فاشیزم د حاکمیت د پراخیدو په مقابل کی سپر ګرځیدلی . زموږ هیواد افغانستان د منځنی اسیا او د هند د لویی وچی خواته د صفوی فاشیزم د پراخیدو څخه د مخنوی لپاره د میړنیو قومونو.د اتحاد په شکل کی د سپر څیر رامنځته شوی او دا دومره وخت یی د نوموړی پروژي د منځنی اسیا او د هند د لویی وچی خواته د پراخیدو مخه ‌‌‌‌‌‌ډب کړی او د روم د کلیسا دا پروژه یی د اوس لپاره د ایران په حدودو کی ور حصار کړی . نو په… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x