افغانستان

په هرات کې د کرزي مشاور او ددولت مهم چارواکی ووژل شو

Taheri Ahmad Wahid

راپورونه وايي چې نن سهار د هرات په کروخ ولسوالۍ کې د څارنوالۍ وتلی کارمند او د کرزي سلاکار ووژل شو.

طالبانو د پیښې مسئولیت منلي او ویلي ئې دي چې (ولي طاهري) ئې د چریکي برید په ترڅ کې وژلی دی.

ولي طاهري چې له یوې لسیزې راهیسې ئې د یادې ولسوالۍ په څارنوالۍ کې دنده ترسره کوله، د کرزي د یو بل سلاکار (رنګین دادفر سپنتا) ورور وه.

داسې ویل کیږي چې مقتول د ملي امنیت یا استخباراتو فعال غړی هم وه.

طاهري په تیره پارلماني دوره کې له هرات څخه کاندید وه خو په انتخاباتو کې ناکام شوی وه.

نوموړي هغه مهال په هرات ولایت کې خپله شخصي وسله واله ډله هم جوړه کړې وه.

دا وسله واله ډله چې مشري ئې عبدالرحیم لنګ کوله او غله او بدمعاشان په کې راغونډ شوي وه،د هرات په مختلفو سیمو کې ئې فعال درلود.

ددې وسله والې ډلې د جوړولو موخه او هدف د اسماعیل خان پر وړاندې د ستونزو او مشکلاتو پیدا کول ښوول شوي وه.

له نوموړي سره په یاده وسله واله پروسه کې د نوموړي خوريی (توریالی) هم ملګری وه.

خو مقتول ولي طاهري به ظاهرا رسنیو ته ویل چې اوس کومه وسله واله ډله نه لري خو یوازې سوله ییزه مبارزه کوي.

د ۲۰۱۱م کال په جنوري کې مقتول د سرنوشت ورځپاڼې مسئول مدیر (اسدالله وحیدي) په ناقانونه توګه په نیولو او بندي کولو هم تورن شوی وه.

د اسدالله وحیدي په وینا، نوموړی اصلا د رنګین دادفر سپنتا په امر نیول شوی وه ځکه چې نوموړي په هرات ولایت کې د وحید طاهري په مشرۍ د ناقانونه وسله والې ډلې د جوړیدلو راپور ورکړی وه.

د یادونې وړ ده چې مقتول (وحید طاهري) په جنوب غربي حوزه کې د ولسمشر کرزي د ټولنیزو چارو مشاور هم وه.

د ایساف له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي د ایساف عمومي قومندان جنرال ډنفورډ د احمد ولي طاهري وژل کېدل په کلکه غندلي، او ویلي چي نوموړي د افغانانو او افغانستان لپاره ډیر خدمت کړی، او هغه به ژر هیر نه کړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x