افغانستان

د داعش ګڼو مشرانو په ډله ییزه توګه ملا اختر محمد منصور سره بیعت وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۵ ل): په ننګرهار ولایت کې د داعش نږدې شلو مشرانو له دغې ډلې سره پرېکون کړی او په ډله ییز ډول یې د طالبانو له مشر ملا اختر محمد منصور سره بیعت کړی.

یادو کسانو د یوې مشترکې اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې په افغانستان کې د داعش د ظلمونو او مجهولې تګلارې له امله اړ شول چې د ډلې لیکې پریږدي او له طالبانو سره یوځای شي.

دغه اعلامیه چې رسنیو ته لیږل شوې په کې راغلي چې نوموړي کسان د خپلو ملګرو په استازیتوب د طالبانو نوي زعیم ملا اختر محمد منصور سره بیعت او همکاري اعلانوي.

د داعش دغه پخواني مشران وايي چې له پخوا څخه یې د طالبانو تر رهبرۍ لاندې «د جهاد مقدسه فریضه» سرته رسوله خو یو شمېر ستونزې له طالبانو سره د سوء تفاهم لامل ګرځېدلې وې چې له کبله یې دوی له داعش سره یوځای شوي وه.

د دغو کسانو د بیعت نامې په یوې برخه کې راغلي:

«متأسفانه د داعش د مجهولې، ړندې کړنلارې د مظلومو افغانانو بې درېغه وژلو، وهلو ټکولو، زورولو، د کورونو او مالونو، چور او اختلاس کولو، سوځولو، شړلو، ځمکو غصبولو، له قومي مخورو سره غدر کولو، د تعلیمي طبي عامه سهولتونو او مترقي ژوندانه څخه د اولس محرومولو، د عامه مصالحو لحاظ نه کولو، د جائز تساهل پر ځای تشدد غوره کولو او د منکراتو مخنیوی په داسي شکل چې په انکر حالت کې د واقع کېدلو، د اکثریت افرادو تکفیریه نظریه درلودلو، سطحي دین تطبیق کولو، د دې مسائلو مظالمو د مخنیوي لپاره د حل او اصلاح مشروعه معقوله او منظمه برنامه او طرح نه تصویب کولو؛ لنډه دا چې د افغانانو په درد د نه دوا کېدلو، چي بالاخره د اسلامي امارت د ځينو مخصلو ملګرو په وساطت د اسلامي امارت د مثبت او مثمر تفاههم او توافق په سبب مو ضمیر او وجدان نه ایجابوله چې په نوموړې ډله (داعش) کې پاتي شو».

له طالبانو سره پخلا شوي داعشي مشران وايي چې له دې وروسته به د ملا اختر محمد منصور تر بیعت لاندې د طالبانو په لیکو کې د «د جهاد سپېڅلې فریضه» سرته رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

مسلمانانو ورونو السلام علیکم ! زه د دغه داعشیانو راګرڅیدل اسلام ته هم زمونږ او هم د دوی د پاره خیر ګڼم په دی شرط چه څو مخی پکی نه وی، نړیوال یا دجالی استعمار له هری فتنی او دسیسی کار اخلی تر څو مجاهدین د ماتو سره مخ او دوی خ خپلو شیطانی اهدافو ته ورسیږی داعشیان زمونږ په هیواد او اسلامی نړۍ کی د یهودی استعمار نوی وسله ، وسیله او فتنه ده چه هم پری مسلمانان بدنام او هم یی پری لاندی باسی. د هر چا په اړه په ځانګړی ډول د داعشیانو او د غلامی اداری… نور لوستل »

درويش

مسلمان بايد له يوه سوري دوه واري ونه چيچل شي دي دا عيشيانو بيعت او له داعيشانو سره ملګرتيا ته هيڅ ضرورت نشته دا د لستوڼي ماران دي

سبا ظاهر

الله اكبر ولله الحمد.

(محمد عبدالله)

دا ددجال ملګری خو مونږ ته معلومیږی افغان صاحب او شعارونه یی هم معلوم دی ترقی پرمختګ (شاتګ) اومادیات

همدي

آشنا بيخي خوند يي درنه كڑ ولى؟

(محمد عبدالله)

شاګرده همدی ګوله ته حقانیت په سه پیژنی؟

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x