خبرتیاوی او پیغامونه

افغان محصلينو حضرت عمر زاخيلوال سره ليدنه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۵ ل): نړيوال اسلامي پوهنتون ـ اسلام اباد کې د افغان محصلينو اتحاديې د وري په ۲۲ نيټه پاکستان کې د افغانستان لوی سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي حضرت عمر زاخيلوال سره د افغان محصلينو د ستونزو په هکله ليدنه وکړه.

ياده ناسته کې د اسلام اباد نړيوال پوهنتون په ګډون  د پاکستان نورو پوهنتونو محصلينو هم ونډه درلوده. د لوی سفير سره د ناستې اساسې موخه د افغان محصلينو د هغو ستونزو شريکول وو، چې دوي ورسره په پوهنتونونو کې لاس او ګريوان دي. د ټولو محصلينو په استازيتوب اسلام اباد نړيوال پوهنتون د افغان محصلينو اتحاديې رئيس نجيب الله مومند وينا وکړه او هغه ستونزې، چې محصلين يې لري د لوي سفير سره شريکې کړې.

پای کې حضرت عمر زاخيلوال محصلينو ته وينا وکړه، هغه د محصلينو د راتګ هرکلی وکړ او ژمنه يې وکړه، چې زه به ستاسې ستونزې جدي تعقيبوم او هر هغه څه چې زموږ په وس کې وي له تاسو يې نه سپموم. د وينا په ترڅ کې يې محصلينو ته په خطاب کې وويل، چې : ستاسې اساسي هدف زده کړه ده. کوښښ وکړئ، چې خپل هدف ته ځانونه ورسوئ، افغانتسان تاسو ته سترګې په لار دی او د دغه درديدلي هيواد راتلونکې تاسو ته در تر غاړې ده.

پاتې دې نه وي، چې د نړيوال اسلامي پوهنتون ـ اسلام اباد تېرې اتحاديې مسؤلينو ته افغانستان لوی سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي په خپلو لاسونو تقدير نامې ورکړې او د نوې اتحاديې مسؤل وروڼه هم ورته معارفي شول.

راپور: عبيدالله ساحل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx