شعـــــرونه

د ازادۍ سپینې کوترې

محمدصادق صدیقي

د ازادۍ سپینې کوترې وزر بیا ووهه
راشه له کلي مهاجرې وزر بیا ووهه

ستا په وزرونو کې زمونږه بلا هیلې نغښتي
هیلې مو ګل کانده مثمرې وزر بیا ووهه

چې مو داستړی اوستومانه ژوندهوساشي راته
چې مو شېبې شي خوندورې وزربیا ووهه

دا بدبختی اوبدرنګی مو چې له چم ورکې شي
راوړه ښکلاوې معطرې وزر بیا ووهه

چې مو ژړاوې او ویرونه په خندا بدل شي
وکړه خوږې مستې غومبرې وزر بیا ووهه

دغه ترخه ویرجن حالات چې په خوږو بدل شي
راوړه له ځان سره شکرې وزر بیا ووهه

راځه پخلا شه له (صادق)سره خپه ولې یې
ای د غزلو ښاپیرګرې وزر بیا ووهه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x