نظــر

اشغال تور وي او که سپین ؟

لیکوال: محمد امین بسمل
لیکوال: محمد امین بسمل

محمدامین بسمل

په دې کې هیڅ شک نشته، چې د۲۰۰۱زکال دسپتمبر دیوولسمې نېټې کرغېړنه پېښه زموږد ګران افغانستان داشغال اوفرېمانه زېرمو لرونکې اسلامي نړۍ دتسلط او ورانولوپه موخه ترسره شوه.

که یوازې دافغانستان داشغال پلان وای نوزموږ داګران وطن خو یې دیاد کال داکتوبر په اوومه نېټه تر ظالمانه بموریو لاندې ونیو اواشغال یې کړ اسامه یې هم دخپل پلان له مخې لکه له چاد څخه یې چې ترجلال آباده رارسولی و همداسې یې له تورې بوړې څخه هم دخپلې خوښې ځای ته ورساوه او طالبان یې دټولې لویدځې نړۍ په مالي او پوځي زور له واکه ویېستل.

دپورتنیو کړنو په سرته رسېدو سره خو خبره باید ختمه وای خو داسې نه وه او نه ده.

لیوني بوش داسلام په ضد دعیسویانو دپارولو هڅه وکړه خو له نېکه مرغه چې چا یې غږ وا نه ورېده او سالم عقل بریالی شو چې باید وستایل شي.

په ۲۰۰۳زکال کې یې داټومي بمونو دلرلو په پلمه په عراق حمله وروړه اوهغه ملک یې هم اشغال کړ.

همداسې یې دعربي نړۍ دځپلو او شرمولو په موخه په مصر کي دعربو دپسرلي تیاترجوړ ، لیبیا یې ورانه، خوارکی یمن یې هم په غم ولاړه او په سوریه او عراق کې لا همداسې لمبې بلیږي.

راځو خپل وطن ته:

که دامریکا په افغانانو زړه سوځېدای نو د عراق داشغال په ځای به یې زموږ دملک دترقي او پرمختګ لپاره د یو جوړونکي مارشال پلان له مخې لکه له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته یې چې په لویدیځ آلمان کې پلی کړ کاراخیستی وای، زموږ دپرمختګ او ترقی لپاره به یې ځوانانو ته دعلمي او کاري موسیسو غم خوړلای وای ترڅو د مصروفیت اوعاید دلاس ته راوړلو ترڅنګ دعلم په رڼا کې خپل ملک او بشریت ته د خدمت سبب ګرځېدلي وای نه دا چې وسلو ته یې مخ اړولای وای.

خو امریکا دخپلې کرغېړنې بدنېتۍ او تورې ستراتیژۍ له مخې د افغان اولس په اوږو یوه داسې رسوا او شرمېدلې اداره ورسپره کړه چې په رأس کې یې دببرک کارمل سکه مداري ورور حامد کرزی ودراوه.

ددې پوډري ادارې شرمېدلې چارې تاریخ ته محکومې اودسړي خوا ګرځوي څه چې نن روان دي ددې ټول نجاست باعث همدا حامد کرزی دی چې نن یې له ځانه سپین چرګ جوړ کړی دی.

امریکایي اشغال او داسلامي نړۍ تباهي ته ترټولو لمړی دامریکا دغه وفاداراومداري شاګرد حامد کرزي زمینه برابره کړه.

دکرزي د دوو دورو جعلی اوتحمیلي ټاکنې تر دې حده د لاګډوډیو لامل شوې، چې دتېرو ټاکنو په نتېجه کې دامریکايي دیموکراسۍ لکۍ په دا بېخ کې ورغوځه او جان کیري دځان لپاره غړوندی ترې جوړ اوبیا یې دا دوه تش په نامه ډاکتران تریوزغ لاندې سره وتړل او نوم یې هم دملي وحدت حکومت پرې کېښود.

د جان کیري دهغه وخت په وعده باید دا زغ وروسته له دوو کلونو د ناکامو ډاکترانو له غاړې راکښته شوای وای خو د دې لپاره چې دامریکا وتره وچه نشي نو د دریو نورو کلونو لپاره یې دغو دوو اولس دښمنو ډاکترانو ته چوکه برابره  کړه نو ګوره چې څومره به یې وځغلوي.

ددغو دریوکلونوتمدید دمشرانو جرګې مشر؟! مسلمیارد افغانستان په کورنیو چارو کې د امریکا ښکاره لاسوهنه وبلله.

زه مسلمیار ته حیران یم چې لا اوس هم دپیل په غوږ کې خوبونه وهي او له دې خبر نه دی چې پلرنی هیواد یې اشغال او پخپله دی داشغالګرو په دستارخوان څري.

دا ښاغلی نه پوهیږي، چې د اولس ملي حاکمیت یې دا یوه نیمه لسیزه داشغالګروترپښو لاندې او دهیواد مظلوم وګړي یې په رنګارنګ زندانونو کې ساوې ورکوي او په ناموسونو اوتاریخونو لوبې روانې دي؟

دا ښاغلی داسې نه وايي چې ولې له امریکا سره ستراتیژیک تړون زموږ د اولس او هیواد دتباهي په منظور لاس لیک شو؟

او داښاغلی دا هم  نه وايي چې ولې او دڅه لپاره دا پنځلس کاله دپښتنو عام وژنه روانه ده؟

یا دا چې ولې امریکا په افغانستان کې دیو سالم نظام جوړولو په عوض څپڅپانده ادارې را مینځ ته کوي؟

راځئ دا ومنو، چې دافغانستان ځمکه او اسمان ، ملي حاکمیت، ټوله هستي او نېستي دامریکا په ولکه کې ده او که نه نو د دغو دوو ډاکترانو په اوږو یې دا ډول زغ نه شوای ورایښودلای.

کله چې داسې ده نو باید په ډاګه ووایو چې زمو ګران هیوادافغانستان اشغال شوی دی او که نه نو اشغال تور وي او که سپين ؟.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x