افغانستان

سرچینې: ملا عبد المنان نیازی په کابل کې دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۵ ل): د طالبانو له لیکو وتلیو کسانو ته نږدې باوري سرچینې وايي چې د دغو کسانو له ډلې څخه یو تن «ملا عبد المنان نیازی» په پلازمېنه کابل کې دی او د ملي امنیت په ځانګړي میلمستونونو کې له دولتي چارواکو سره لیدنې کتنې کوي.

د نوموړي په اړه تر اوسه درک نه وو چې چیرته به وي، ځیني سرچینو ددې تر مخه ویل چی په هرات ولایت کې د طالبانو د اسلامي امارت د جنګیالیو سره تر جګړې وروسته نوموړی شاید ایران او یا هم پاکستان ته تښتېدلی وي.

دغه راز یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسیا ته تایید کړې چې منان نیازی له کابل څخه رسنیو سره په اړیکه کې وي. سرچینه وايي، هغه مهال چې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملا ننګیالي تر مشرۍ لاندې د اربکیانو ډلې په دې نامه له طالبانو سره جګړه وکړه چې د ملا محمد رسول وسلوال دي، ملاعبدالمنان نیازي له کابل څخه رسنیو ته خبرونه ورکول او د طالبانو لخوا يې د دوی په ملګرو دا يوه حمله ګڼله.

سرچینه زیاتوي چې په یاده جګړه کې اربکیانو ته دروند ځاني‌ او مالی‌ زیان واوښت، ملا ننګیالی چې په جګړه کې زخمي شوی وه د ملي اردو مرکز ته ولاړ او بیا د تداوۍ لپاره کابل ته راغی.

د طالبانو له لیکو وتلیو کسانو ته نږدې سرچینه هغه راپورونه هم ردوي چې ملا محمد رسول په پاکستان کې نیول شوی دی او وايي چې ممکن نوموړی په کراچۍ کې وي، خو زیاتوي چې ښايي ملا محمد رسول له طالبانو سره د مخالفت څخه لاس واخلي.

د سرچینې په باور، په کابل کې د ملا عبد المنان نیازي استوګنه او له دولتي او امنیتي چارواکو سره یې د پرلپسې لیدنو کتنو موخه دا ده چې د طالبانو د وېش لپاره په راتلونکي کې قوي کار وکړي.

که چیرته ملا عبد المنان نیازی او ملا محمد رسول په کابل او کراچۍ کې وي، د دغو کسانو د ګوتشمېر پلویانو په مینځ کې خپلمنځي اعتماد او باور نور هم کمزوری کولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد اشنا

له حقایقو خپرولو مو مننه کوو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x