افغانستان

طالبانو د «عمري» په نامه نوي پسرلني عملیات اعلان کړل

 

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۵ ل): طالبانو يو ځل بيا د پخوا په څېر د پسرلنيو عملياتو اعلان وکړ. طالبانو ژمنه کړې، چې د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو پر ضد به خپله نظامي مبارزه روانه ساتي.

د طالبانو د رهبري شورا له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې دغه پسرلني عمليات د خپل پخواني مشر او د طالبانو د خوځښت بنسټګر ملا محمد عمر په نوم  «عمري عمليات»اعلانوي.

اعلاميه زياتوي، چې د عمري عملیاتو له اعلان سره سم نن سهار د وري په ۲۴مه نېټه په ټول هېواد کې د حکومتي ځواکونو او بهرنيو عسکرو پر ضد طالب جنګياليو خپل بريدونه او چاودنې پيل کړي.

«عمري عملیات چي د اسلامي امارت د مشرتابه، د نظامي کمیسیون د مسئولینو او پوځي متخصصینو په ابتکار د تیرو دریو میاشتو په اوږدو کې طرح شوي زیات ترکیز په کې په دې شوی چي د الله تعالی په نصرت او فضل سره د دښمن په لاس کي د هیواد پاته سیمي هم د مجاهدینو تر کنترول لاندي راشي، دښمن په ټول هیواد کې په تهاجمي شکل تر بریدونو لاندي ونیول شي، استشهادي او نفوذي عملیات د دښمن حساسي او خوندي سیمي ولړزوي او ټول مضر چارواکي یې په چریکي بریدونو کې په نښه شي او له هرې مشروعې ممکنه وسیلې نه په استفاده به د دښمن د ځپلو او له پښو غورځولو هڅه کیږي تر څو یې خارجي ملاتړي او داخلي مزدور وسلوال په ستومانوونکې او مورال وژونکې جګړه کې را ګیر او د سیمو پریښودو ته اړ ایستل شي، په مفتوحه سیمو کې دښه امنیت په ټینګولو سره ولس ته د ښه ژوند کولو زمینه مساعده شي.»

طالبانو د نظامي عملياتو او جګړو ترڅنګ خپلو علماوو او د دعوت څانګې فعالانو ته هم دنده سپارلې، چې د حکومتي ليکو مامورين او نظامي کارکوونکي بايد د خبرو او دعوت له لارې له دندو ګوښه کړي او د حکومت پر ځای بايد د طالبانو ليکو ته ورشي او يا هم خپل شخصي کارونه پيل کړي.

د طالبانو رهبري شورا په خپلو جنګياليو غږ کړی، چې خپل عمليات بايد په داسې شکل پلان کړي، چې ولسي خلکو او ټول ګټو تاسيساتو خوندي توب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د طالبانو مشرتابه د نوو عملياتو پيلولو سره تر خپل واک لاندې سيمو کې ټولو اوسېدونکو، په ځانګړې توګه علمي او مسلکي کادرونو، سوداګرو او د ملکيتونو څښتانو ته د سر او مال د خونديتوب ډاډ ورکړی او له ټولو خلکو يې غوښتنه کړې، چې «د دښمن په تبلیغاتو ونه غولیږي او نه دې له مجاهدینو د خطر احساس کوي. دغه راز څرنګه چې زموږ د جهاد یو هدف د مظلومانو او مستضعفینو مرسته ده د عمري عملیاتو په لړ کې به د مظلومو بندیانو آزادي او نجات ته هم ځانګړې پاملرنه کیږي.»

د طالبانو رهبري شورا له لوري په خپره شوې اعلاميه کې له ټولو هېوادوالو غوښتنه شوې، چې د پخوانيو «عزم» عملياتو په څېر «په پوره اخلاص او لوړ همت» د طالبانو مرسته او همکاري وکړي او د ولس دغه ملاتړ بايد «د الله تعالی په نصرت او مرحمت سره دغه جهادي عملیات د متجاوزو کفارو او د هغوی د ملاتړو په ککره د وروستني کاري ګوزار په حیث ثابت او هیواد مو له اشغال څخه نجات ومومي.»

د نظامي چارو څارونکی متقاعد جنرال سالم خدمتګار وايي، چې د طالبانو دغه عمليات به د جګړې د ډګر وروستۍ پرېکړه وبلل شي او حکومت، چې له پخوا له داخلي ستونزو سره مخ دی، د طالبانو نوي عمليات به يې ستونزې او کړاوونه نور هم زيات کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x