افغانستان

رویټرز: ګډ حکومت به په راتلونکو میاشتو کې له جدي سیاسي مخالفتونو سره مخ شي

 نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۵ ل): د رویټرز خبري اژانس له راپور سره سم د ګډ حکومت سیاسي مخالفینو کابل ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير د سفر او د ګډ حکومت د مودې غځولولو پرېکړه غندلې او دا يې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله بللې ده.
د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کیري چې د ګډ حکومت اوسني تشکېل یې د دوه کلونو څخه پنځه کلونو ته تمدید کړ، د سیاسي مخالفینو هغه ټولې هيلې، هڅې او غوښتنې، چې د لويې جرګې لپاره یې په کار اچولې وې، له خنډ سره مخ کړې.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلیمار د جان کیري څرګندوني د افغانستان په کورنیو چارو کې کې مداخله وبلله، او د لويي جرګې د رابللو غوښتنه یې وکړه.
رویټرز وايي چې د افغان د سياسي اپوزيسيون له لوري دغه ډول غبرګون ښيي چې د ګډ حکومت لپاره به راتلونکې میاشتې له سیاسي پلوه ډېرې ستونزمنې وي.
جان کیري په ۲۰۱۴م کې له نانندريزو ولسمشريزو ټاکنو وروسته د اشرف غني او عبدالله عبدالله په مشرۍ د ګډ حکومت طرحه وړاندې کړې وه، چې د هغه وخت د اعلان شوي هوکړه لیک سره سم به دوه کاله وروسته لویه جرګه جوړیږي او په اساسي قانون کې له تعدیل وروسته به د ډاکټر عبدالله د اجرائیه ریاست چوکۍ د لومړي وزیر په منصب بدلیږي.
د دوو کالو په پوره کېدو د امريکا د بهرنيو چارو وزير کابل ته د خپل اته ساعته سفر پر مهال اعلان وکړ چې په هوکړه لیک کي د لويي جرګې د جوړېدو خبره وه، خو دا نه وه څرګنده، چې کله به لویه جرګه دایریږي، ځکه نو اوسنی حکومت پنځه کاله موده پوره کولای شي.
تیره ورځ اجرائيه ريیس هم د اپوزیسون ډلې په «ناخبرۍ» تورنې کړې او د ګډ حکومت په تفاهمنامې یې د سیاسي مخالفینو ناخبري د تعجب وړ وبلله.
د حراست او ثبات په نامه د اپوزیسیون ډلې مخکښ مشر عمر داودزی ویلي، چې حکومت باید د لويي جرګې د جوړېدو لپاره زمينه برابر کړي، تر څو ولس د ګډ حکومت په اړه پرېکړه وکړي.
نوموړي ویلي: متاسفانه ټول سروې ګاني جوتوي چې د افغانستان ولس اکثریت له اوسني حکومت څخه ناخوښه دي، او زیاته یې کړه: د امریکا حکومت باید له یو قانوني حکومت څخه ملاتړ وکړي.
 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x