افغانستان

څلور اړخیزه پروسه: افغان حکومت یو ځل بیا طالبانو ته ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۵ ل): ګډحکومت ګواښ کړی چي که طالبان د څلور اړخیزي پروسې له لاري له دوی سره مذاکراتو ته اماده نه شي، پر وړاندي به یې جدي عکس العمل وښيي.

څلور اړخیزه پروسه چې د امریکا، پاکستان، افغانستان او چین په غړیتوب سره یې په کابل او اسلام اباد کې یو لړ پر لپسې غونډي وکړې، وروسته تر هغه له ناکامۍ سره مخ شوه کله چې طالبانو یې لومړی په اړه ناخبري وښوده او بیایې په دغه بهیر کې د ګډون څخه انکار وکړ.

د دې تر مخه هم د ګډحکومت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو طالبانو ته ګواښ کړی وو چې په دغه پروسه کې د نه ګډون په صورت کې به د دوی په وړاندي غړي هیوادونه نظامي عکس العمل وښيي.

د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي تیره ورځ رسنیو ته وویل : «د څلور اړخېزې کمېټې د ناستې پر بنسټ، که چېرې د مخالفې وسله والې ډلې د سولې له بهیر سره یوځای نه شي، غړي هېوادونه به د دغو ډلو پر ضد به له ټولو ابزارو او امکاناتو څخه کار واخلي».

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري هم ورته ګواښ کړی او ویلي چې که طالبانو مذاکرات ونه کړي، د افغانستان ځواک به دوی د قانون منګولو ته سپاري او یا به یې له منځه یوسي.

کابل ته د جان کیري د وروستي سفر وروسته دا لومړی ګواښ دی چې ګډ حکومت یې طالبانو ته کوي. جان کیري د تیري شنبې په ورځ د اته ساعتونو لپاره کابل ته سفر کړی وو او په دغه موده کې د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله سره له نیژدو وکتل او د ګډحکومت موده یې د آینده دریو کلونو لپاره نوره تمدید کړه. نوموړي وویل چې دوه کاله تر مخه ددواړو اړخونو تر منځ توافق د پنځه کلونو لپاره وو. د جان کیري ددغه نوي پریکړي سره د افغانستان سیاسي شخصیتونو او ډلو سخت غبرګون ښودلی او دایې د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x