ټولنیزه برخه

د قلم درناوی وکړئ!

حمد الله(دانشمند)

قلم د ستر څښتن(جل جلا له) له لوري په خپلو بندګانو یوه ستره پیرزوینه ده، چې د نطق او بیان له نعمت نه وروسته دویم مقام لري. لوی الله (جل جلا له) په قلم د هغه د سترتیا او زیات ارزښت له کبله قسم یادکړی، فرمایي: {نٓ ۚ وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُون} [سُوۡرَةُ القَلَم : 1] ژباړه: َنون؛ قسم دی په قلم او په هغه څه چي دوی یې ليكي، “قلم” الله (جل جلا له) تر هرڅه وړاندي پنځولی، د الله (جل جلا له) د سپېڅلي کتاب(قران مجید) د یوه سورة نوم “قلم” دی، “ادریس” علیه السلام لومړی شخص دی، چې تر هر چا وړاندې یې د قلم پرمټ لیکنه تر سره ګړې، د اسماني سپېڅلي کتاب په لومړ ي نازل شوي سورة (سورة العلق) کې له قلم نه یاد ګيرنه شوې، په همدې مبارکه سوره کې د قلم په ژبه لیک و انسان ته د امتنان، احسان(پيرزوینې) په توګه ارزول شوی، فرمايي:{الَّذِى عَلَّمَ بِالْقَلَم}[سُوۡرَةُ العَلق : 4] ژباړه: الله پاک هغه ذات دی، چې د قلم په مرسته یې(انسان ته) علم و ښودی. “قلم” هغه “وسيله” ده، چې د تن په اوښکو یې زموږ اسلامي، مذهبي، کلتوري او تاریخې ارزښتونه د ضیاع، زوال (ورکي) له منګلو خوندي ساتلې؛ ځکه نو د بشریت د لړۍ ستر لارښود راته داسي سفارښتنه کړي:

“قيدوا العلم بالكتاب” اخرجه الخطیب والحاکم و غیرهما عن انس… ژباړه: تاسو زده کړی علم په کتاب کې را ګیر کړئ، د “صحابه وو”(رضوان الله علیهم) خپل منځي سفارښتنه هم همدا وه، “انس”(رضي الله عنه) فرمایلي: قيّدوا العلم بالكتابة( رواه الطبراني في الكبير ورجاله رجال الصحيح ) [1/152] ژباړه: تاسو له زده کړي “علم” نه دکتابت (لیکني) کړۍ تاو کړئ.

دا راز توصیه د “عمر” (رضي الله عنه) نه هم نقل شوي. “صحابه وو”(رضی الله عنهم) تر یو لړ مشورو وروسته اړینه و ګڼله، چې اسماني سپېڅلی کتاب د قلم په مټ د کاغذ په زرینو صفحو کې را جمع کړي، او په دې توګه یې د – “العلم صید، والکتابة قید”. قضیې مطابق- د احتمالي ورکي مخنیوی وکړي. “قلم” یواځنۍ اله ده، چې د تېر سترې او مهمې ماجراوې (پېښې) یې د تاریخ په حافظه کې ثبت کړې دي.

د تخنیک تر پراختیا وړاندې د تفاهم او اړیکو یوه اړینه وسیله بلل کېده، آن تر دې، چې پاچایانو هم د قلم په ژبه یو له بل سره اړیکه نیوه، او خپلې اړینې موخې او غوښتنې به یې له همدې لارې تر سره کولې، نبوي “سیرت” که مطالعه کړو، موندلای شو، چې د هغه (علیه السلام) مبارک له لوري له یو لړ واکمنانو سره د قلم په ذریعه تماسونه نیول شوي او…

تېر ته په کتو سره تر لمر سپینه شوه، چې”قلم” د الله پاک له سترو نعمتونو نه یو ستر نعمت او ځانګړې پيرزوینه ده، باید له قلم نه برخمن وګړي د دې سپېڅلي نعمت شکر ادا کړي، درناوی یې وکړي او د تلپاتي ژوند د ښه کولو له پاره ترې لازمه ګټه تر لاسه کړي. قلمواله! د اسپېڅلي “اله” د سپینو موخو له پاره وکاروه، داسي و انګېره، چې ځما له قلمه وتلې اوښکې هم وزن کېږي، د قلم د عفت ډېر خیال و ساته، باطل ته د حق سپېڅلی مقام مه ور کوه، د ریښتیني مسلمان دغیبت، بهتان، ښکنځلو او ځورولو له پاره ترې استفاده مکوه، د ساکښ ژوي انځور پرې مه کاږه، د ناروا او ناوړو ستاینه پرې مه کړه، په پاکه څوکه یې د ظالم همکاري ته مه دانګه… بلکې یواځې یې د هغې موخې او مبارزې له پاره و کاروه، چې د الله پاک د خوښۍ لامل کېږي، که داسي دي وکړل نو تا د دې سترې لورينې شکر ادا کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x