د یو عالم او ظالم باچا له پنده ډکه کیسه

قاري احسان

یو وخت د ظالم باچا دربار ته یو عالم راغلی، عالم باچا ته وویل: چي ته یو ظالم باچا یي د حق لار دي پري اېښيده او پر ناحقه لاره روان يي، باچا ډیر په قهر شو او امر وکړ چي بندي يي کړئ،کله چي پوره اووه کاله تیر شول یو وخت دغه ظالم باچا ته د ظلم کولو په وخت د هغه عالم خبره ور یاده شوه، امر يي وکړ، چي هغه عالم را حاضر کړئ، کله چي عالم دباچا دربار ته راغلی د باچا په مخ کي کښېناست، باچا ورته وویل: کله چي دي ماته هغه خطرناکه او سخته خبره وکړه، نو له دې ډول تکیف او خطر سره مخ شوي، عالم ورته کړه: چي زه طبیب یم کله چي مریض ووینم نو د مرض په باره کي څه د خیر خبره ورته کوم.

باچا ورته کړه: چي چا درته وویل چي ته ما ته نصیحت وکړه؟، عالم ورته وویل: چي تاته چا دا حق در کړ چي د قضا پر چوکۍ کښېنه؟ باچا ورته کړه: چي ماته ددې ښار لوی امیر امر کړی دی، عالم ورته وویل: چي ما ته بیا ددې بندګانو رب دا امر کړی دی، باچا ورته کړه، چي ته نه پوهیږي څوک چي د باچا په وړاندي دا شان جرات کوي هغه خپل ځان د هلاکت سره مخ کوي؟ عالم ورته وویل: چي ته بیا نه يي خبر چي څوک د الله په وړاندي جرات کوي هغه د الله اور ته بلنه ورکوي.

باچا ورته کړه: چي نور عالمان ستا په شان خبره ولي نه کوي؟ عالم ځواب ورکړ چي هغوی ستا د اوو کلو له بند نه ويریږي، او زه بیا د یوسف علیه السلام په پله پل ژدم، ما ته ستا تر خوښي او ستا له ویري نه بندي خانه ډیره خوښه ده.

دلته نو باچا پوه شو او توبه ګار شو، عالم ته يي وویل: چي څه غواړي ويي غواړه، عالم ورته وویل: چي زه اوس سپینژیری یم ما ته زما ځواني را وګرزه وه، باچا ورته وویل: چي دا خو مي په وس نسته، عالم ورته وویل: چي بیا مي نو د مرګ نه خلاس کړه، باچا بیا ورته وویل: چي دا مي هم په وس نسته، عالم ورته وویل: چي زه د هغه چا پر دروازه ولاړ یم چي دا ټول يي په وس پوره دي، باچا بیا ورته وویل: چي ضرور له ما نه به څه غواړي، عالم شاوخوا وکتل یو تک تور بدرنګه غلام يي ولید، او ويي ویل: چي که نه مي پریږدي نو له دغه غلام څخه څه غواړم او له تا نه يي نه غواړ.

باچا بیا په غوسه شو او ورته ويي ویل: چي دا خو نو بېخي کم عقلي ده، زه باچا یم له ما نه څه نه غواړي او زما له یو کمزوري غلام نه يي بیا غواړي! عالم ورته وویل: کله چي مي ستا د غلام نه مطالبه وکړه ته په قهر شوي ، زه وېریږم چي پر ما به خپل رب په قهر شي، او وايي به چي زه دي پریښودلم او زما له بنده نه يي غواړي! باچا بیا ورته کړه: چي تلی نه سي تر څو څه رانه ونه غواړي، عالم ورته وویل: چي نه مي پریږدي نو زما لپاره دري پنډي غنم پر خپله شا راوړه، باچا ورته کړه: چي دا خو مي په وس ندي پوره که مي په وس پوره وای نو ضرور به مي را وړي وای، عالم ورته وویل: چي ستا دا دري پنډي بار پر شا بارول په وس ندي پوره نو ددې دونه خلګو ګناهونه به د اخرت په ورځ څنګه پر شا وړي!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د