
اربکیان د نکاح پولې په نوم له هرزوم څخه ۴۰۰۰ افغانۍ په زور اخلي
د بغلان ولایت اوسېدونكي وايي چې د پولیسو سیمه ییز دفاعي ځواک چې د اربکیانو په نوم هم یادېږي د سيمې خلكو ته ستونزې جوړوي
د دبغلان ځینې اوسېدونکي دا شکایت هم کوي چې اربکیان ترې په ودونوکې د نکاح پولې په نوم پیسې اخلي
دغه اوسېدونکى وايي چې کله د واده مراسم پیل شي اربکیان ودونو ته د خپلو وسلو سره راځي او د نکاح پولې په نوم له هرزوم څخه ۴۰۰۰ افغانۍ اخلي
پلخمری ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالله وايي: ” زما د خپلوانو د واده مراسم و، اربکیان راغلل او له واده والا یې نکاح پولي واخیسته.”
خو ځینې نور بیا وايي چې دوی له خلکو د غنمو عشر هم ټولوي
د بغلان ولايت اوسېدونكى ګل زمان وايي، اربكيان په خپلو اړوندو سيمو كې د طالبانو پرځاى عام خلك آرام ژوند ته نه پرېږدي: ((په عامو خلكو يې زور رسېدلى او هرڅه چې يې زړه وغواړي، هغه ورسره كوي همد راز د روژې په اولي شپی یې له کلې یو ځوانه جینکې وتښتول، ددغه اربکیانو تر شا په ولسې جرګه کي د بغلان د خلکو استازی ارباب نظر محمد احمدزې ولاړ ده، ټولو اربکیانو ته دی مشورې ورکوې او له خلکو څخه په زوره زمکې پیسې اخلي)) نوموړي زیاته کړه: (( دغه ارباب نظر محمد ډیر بې کڼاه انسان شهیدان کړل او ډیر بې کڼاه خلک یې له سیمي ورک کړل، اخر د افغانستان دغه بی غیرت مشر کرزی ولې داسی مشر ساتې، مونږ مرګ ته تیاری یوو نه نور ظلم ته، د ارباب نظر محمد احمدزې سره باید قانونې چلن وشی، د خلکو په ووټ ندی راغلې، د کرزی بی دین حکومت ته ۵ لکه ډالر ورکړه او ځان پر مظلم ولس مسلت کړو )).