
ډاکټر عبدالله: د حکومت سیاسي مخالفین له هوکړه لیکه ناخبره دي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۵ ل): اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله هغه حقوق پوهان او سیاسي مخالفین ناخبره وبلل چې وايي د ګډحکومت موده دوه کاله ده.
نوموړي پرون د وزیرانو په شورا کې وویل چې دغه مخالفین په اصل کې د ګډحکومت په هوکړه لیک ناخبره دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د تیري شنبې په ورځ د اته ساعتونو لپاره کابل ته سفر کړی وو او دلته یې د اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ د ګډحکومت څخه ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه چې د دواړو ډلو تر منځ هوکړه لیک د پنځه کلونو لپاره وو.
د جان کیري د څرګندونو وروسته یو شمېر سیاسي څیرو وویل چې د ګډحکومت په اړه د جان کیري پریکړي شرموونکی دي او دا یې د افغانستان په چارو کې د امریکا مداخله وبلله.
خو تېره ورځ اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله وویل: زمونږ لپاره د تعجب خبره ده، یو شمېر ډلي چې ځانته اپوزیسیون هم وايي، د ملي یو والي د حکومت د هوکړه لیک په اړه ناخبره دي، دوی د ګډحکومت په اړه د جان کیري دڅرګندونو وروسته د حکومت دکار او مودې په اړه پوښتني او تبصرې کوي.
نوموړي وویل چې په اوس وخت کې د افغانستان لپاره د نړیوالي ټولني مرستي او د ګډحکومت دوام ډیر اړین دي.