افغانستان

طالبانو په کونړ کې دانګام او کاپیسا کې تګاب ولسوالۍ محاصره کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د خپلو نویو علمیاتو له پیل سره سم، د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې پر امنیتي ځواکونو بريدونه پیل کړي دي.

په کونړ کې دانګام او کا پیسا کې تګاب ولسوالۍ له سهار راهیسې د طالبانو تر بريدونو لاندې دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د عمري عملیاتو په لړ کې دوی د دانګام پر مرکز او پنځو پوستو ور څېرمه نورو پوستو بريدونه پیل کړي دي.

«د کونړ دانګام ولسوالي په مرکزاو ۵ پوستو، همدارنګه د دیره کوه، سینډ، دوبند، اميرپاچا او بیداد په پوستو پراخ تعرضي عملیات روان دي.»

په ورته توګه په کاپیسا کې د تګاب ولسوالۍ او د دې ولسوالۍ دفاعي امنیتي پوستې هم د طالبانو تر بريدونو لاندې دي.

مجاهد وايي: «له سهار راهيسې دکاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ په مرکز، امنيتي پوستو، دقورغل اوشینکۍ په سیمو کې په پوستو پراخ بریدونه جریان لري.»

طالبانو نن د خپلو نویو عملیاتو د پیل اعلان وکړ، چې د همدې عملیاتو په مناسبت په خپره کړې اعلاميه کې يې هیله ښوودلې چې د خپل دښمن ټغر به بشپړ ور ټول کړي.

یاده دې وي پر ګڼو بهرنیو او کورنیو پوځي مسوولینو سربېره د کورنیو چارو وزارت هم اندېښمن دی، چې سږنی کال به يې د ځواکونو لباره له ګڼو ننګونو ډک وي.

تر اوسه د کونړ او کاپیسا چارواکو د طالبانو د بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx