نړۍ

امريکايي پوليسو د کانګريس مخته سلګونه مظاهره‌چيان نيولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۵ ل): امريکايي پوليسو واشنګټن کې د کانګريس مخته هغه سلګونه مظاهره‌چيان نيولي، چې غوښتل يې، په امريکا کې د سياسي فساد پر ضد مظاهره وکړي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې له تېرو لسو ورځو راهيسې، له ګڼو ايالتونو سلګونه مظاهره‌چيان راروان دي، نن پلازمېنې واشنګټن ته راورسېدل او ژمنه يې کړې وه، له کانګريس څخه غوښتنه وکړي، چې د بې پرې ټاکنو په ملاتړ، د مالي او سياسي فساد پر ضد بايد ګامونه پورته کړي.

په دغو لاريون کوونکو کې د امريکا د مدني ټولنو مشر مارک روفالو، پروفيسر نوم چومسکي او لسګونه نور اکاډيميک او علمي شخصيتونه شامل دي.

د لاريون کوونکو د عامه اړيکو مشر پيټر کالاهان رسنيو ته وويل، چې دا «کانګريس» د ولس کور دی، د کانګريس غړي بايد د ولس غوښتنو ته ځواب ووايي، د رڼو ټاکنو د غوښتنې او د سياسي او مالي فساد پر ضد بايد د ولس غږ واوري.

مظاهره‌چيانو ځانونو سره لوحې راخيستې وې، په فساد کې د ښکېلو چارواکو شکلونه يې جوړ کړي وو، د اداري فساد د سمبول په شکل يې ځانونو سره د پيسو بيګونه راخيستي وو او د دلالانو پر ضد يې شعارونه ورکول. مظاهره‌چيانو ګواښ وکړ، که د دوی غوښتنې ونه منل شي، نو په بل ګام کې به پراخې ولسي سرغړونې پيل کړي.

امريکايي پوليسو ويلي، چې لږ تر لږه پنځه سوه لاريون کوونکي يې نيولي او لامل يې دا ښودلی، چې دغو کسانو د کانګريس دروازې مخته مظاهره پيل کړې وه، چې د مشرانو جرګې او پارلمان د وکيلانو د تګ راتګ مخه يې نيولې وه او د دوی په وينا دغه ډول مظاهره له قانون څخه سرغړونه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x