نړۍ

 په سوريه کې د يو ډګروال په ګډون څلور ايراني افسران وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۵ ل): د ايران د ځانګړو ځواکونو څلور افسران د سوريې په شمال کې وژل شوي دي.

د ايران تسنيم خبري اژانس د انقلاب ساتونکي ځواک د سرچينو له قوله ليکلي، چې د ډګروال مجتبی ذوالفقار په ګډون څلور ايراني نظامي افسران د سوريې شمال کې په مخامخ نښته کې وژل شوي دي.

د رسنيو په وينا  د ايراني پوځ دغه ځانګړي ځواکونه د جبهة النصرة جنګياليو په بريد کې په داسې حال کې وژل شوي، چې دغو عسکرو په سوريه کې د جهادي ډلو پر ضد د بشارالاسد ځواکونو او حزب الله ملېشو ته نظامي سلا مشورې ورکولې.

له تېر اکتوبر راهيسې د دغو څلورو افسرانو له وژلو سره سوريې کې د ايران د وژل شوو عسکرو شمېر ۲۲۹ ته پورته شو. په دغو وژل شوو کسانو کې د ايران وتلی جنرال حسين همداني هم و، چې عراق او سوريې کې د جګړې بنسټګر بلل کېده او له ۸۰ زيات نظامي عمليات يې کړي وو.

۲۰۱۱م راهيسې، چې په سوريه کې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد ولسي پاڅونونه پيل شوي او بيا دغه سوله‌‌ييز پاڅونونه په وسله‌وال مقاومت بدل شول، ايراني عسکر او شيعه حزب الله ډله د ولسي مخالفينو د ځپلو لپاره د بشارالاسد په ملاتړ جنګيږي.

ايراني چارواکي وايي، چې د دوی سرتيري سوريه کې د ايران د دفاع لپاره جنګيږي او «په دغه قربانۍ» ايران ته د ګواښ غځيدو مخنيوی کوي.

د ايران انقلابي ځواک مشر جنرال محمد علي جعفري ويلي، که د دوی سرتېري د سوريې جګړې ته نه وای تللي، نو د مخالفينو ګواښونه به د ايران خاورې ته رسېدلي وای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x