ورزش

افغانستان د نمیبیا لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان او نمیبیا ملي لوبډلو تر منځ څلور ورځنۍ لوبه نن په درییمه ورځ د افغانستان په ستر بریا پای ته ورسیده. افغانستان په انټرکاټنینټال جام کې خپلې لومړۍ لوبې کې د نمیبیا لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه.

د اپریل په لسمه د نمیبا لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. افغان توپ اچوونکو د نمیبیا لوبډلې ته د ستر هدف جوړولو اجازه ورنکړه او په کمو منډو يي ټول لوبغاړي له مخې لرې کړل.

نمیبیا لوبډلې وتوانید خپل لومړی وار توپ وهنې کې د یا فرانس غوره توپ وهنې په مرسته په ۶۲.۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۷۲ منډې جوړې کړې.

د نمیبیا لپاره یا فرانس ۴۶، بارډ ۲۵، سکالټز ۲۵ او ایراسموس ۲۳ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ثابت شول.

د افغانستان لپاره لومړی وار توپ اچونې کې محمد نبي په سیالې لوبډلې د اسماني افت په توګه نازل شو او خپل ۲۰.۱ اورونو کې یوازې ۲۵ منډو ورکولو سره ۵ ویکټې ترلاسه کړې.

دولت ځدران خپل ۱۳ اورونو کې ۵۳ منډو ورکولو سره یوه، رحمت شاه خپل ۱۰ اورونو کې ۲۲ منډو ورکولو سره یوه او ظاهر خان خپل ۱۰ اورونو کې ۳۱ منډو ورکولو سره درې ویکټې ترلاسه کړې.

افغانستان د محمد شهزاد او افسر ځاځی غوره توپ وهنې په مرسته وتوانید په ۱۱۸.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۳۴ منډې جوړې کړې.

محمد شهزاد په ۲۴۵ توپونو د ۱۵ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۳۹، اصغر ستانکزی په ۹۰ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۳۷، نور علي ځدران په ۵۷ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۲۹، دولت ځدران په ۴۳ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۲۷ او محمد نبي په ۵۱ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۲۰ منډې جوړې کړې.

افسر ځاځی په ۹۳ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۹ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو. رحمت شاه ۷، هشمت الله شهیدي ۱۰ او سمیع الله شینواری ۷ منډو جوړولو سره خپلې ویکټې له لاسه ورکړې.

د نمیبیا لوبډلې لپاره سینمن خپل ۳۶ اورونو کې ۴، ګورینوالټ خپل ۲۶.۵ اورونو کې ۳، لونګامیني خپل ۱۰ اورونو کې ۲ او یا فرانس خپل ۵ اورونو کې یوه ویکټه واخیسته.

نمیبیا خپل دوهم وار توپ وهنې کې هم ونه توانید د افغانستان لخوا جوړې شوې منډې پوره کړي. نمیبیايي لوبغاړو ته یو ځل بیا افغان توپ اچوونکو د ځان سمبالولو فرصت ورنکړ.

دوهم وار توپ وهنې کې نمیبیا په ۳۵.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د یا فرانس او ایراسموس غوره توپ وهنې سره یوازې ۱۲۶ منډې جوړې کړې.

دوهم وار توپ وهنې کې د نمیبیا لپاره یا فرانس په ۹۱ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۰ او ایراسموس په ۴۷ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۵ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

دوهم وار توپ اچونې کې د افغانستان لپاره ظاهر خان خپل ۸ اورونو کې ۳۱ منډو ورکولو سره پنځه، دولت ځدران خپل ۴.۳ اورونو کې ۷ منډو ورکولو سره درې او محمد نبي خپل ۱۴ اورونو کې ۳۷ منډو ورکولو سره دوه ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x