افغانستان

د واليانو ټولنې هم د جان کېرې مداخله افغان ملت ته سپکاوی بللې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): د افغانستان د واليانو ټولنه وايي په افغان چارو کې د امریکا ډاګيزه مداخله افغان ملت ته له سپکاوي پرته بله مانا نه لري.

د افغانستان د والیانو ټولنه، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي والیان پکې راټول دي، په خپره کړې خبرپاڼه کې د افغان حکومت په اړه د جان کېرې پرېکړه د افغانانو سپکاوی بولي.

د دې ټولنې په خبرپاڼه کې د جان کېرې څرګندونې د ډيپلوماتيکو اصولو خلاف بلل شوې او هغه يې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې ده.

وړاندې تر دې د ټاکنیزو شکایاتو د اورېدو کمیسیون مشر عبدالستار سعادت او تر هغه وړاندې د مشرانو جرګې مشر د جان کېرې د پرېکړې په خاطر د شرم احساس کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېرې د روانې اوونۍ په پیل کې کابل ته راغی او په بېړنۍ پرېکړه يې د افغان حکومت دوه کلنه پای ته رسېدونکې موده درې کاله نوره هم اوږده کړه.

که څه هم سیاسي مبصرين، د حکومت مخالف اپوزيسیون او سیاسي شنونکي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مداخله بشپړ د شرم وړ بولي، خو اجراییه رییس بیا دا خلک ناخبره بللي دي.

عبدالله عبدالله تېره ورځ د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل؛ زمونږ لپاره د تعجب خبره ده، یو شمېر ډلي چې ځانته اپوزیسیون هم وايي، د ملي یو والي د حکومت د هوکړه لیک په اړه ناخبره دي، دوی د ګډحکومت په اړه د جان کیري دڅرګندونو وروسته د حکومت دکار او مودې په اړه پوښتني او تبصرې کوي.

د شنونکو په باور امریکا ځکه په افغانستان کې د کمزورې حکومتدارۍ پلوي کوي، چې هغوی پوهیږي یواځې د ګد حکومت په څیر د یوه پاشلي ، بیواکه او غیر متمرکز نظام تر سیوري لاندې د امنیتي تړون په څیر خپلو نور و هغو اهدافو ته ځان په اساني رسولای شي، چې په افغانستان او سیمه کې د دوی ګټې تضمینوي.

هغوی په دې باور لري لکه څومره چې د امریکا امنیتي تړون په افغانستان کې د بي ثباتۍ او نا امنۍ لامل شو په هماغه اندازه به د ګډ حکومت د واکمنۍ تمدیدول هم د دې هیواد لپاره د مزید بحران او بي ثباتۍ لامل ګرځي او دا هغه څه دي چې سپینه ماڼۍ یې په افغانستان کې د خپل ځان په ګټه او له استراتیژیکو اهدافو څخه حسابوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x