ادبي لیکني

د لاس نښه «لنډه کيسه»

داود لټون

څو کاله وړاندې چې کله په ګران هيواد کې وم , پلار مي دا خبره راته کوله : چي په سفر تلي نو مونږ ته به د لاس نښه پريږدې , چې ته نه وي بيا به دې يادوو.ګران پلار ته مې په هغه وخت کې وويل چې د خپلي خوښي شی درته د لاس د نښې په ډول پريږدم که ته کوم بل شی غواړي.پلار جان مې راته وويل چې نه ستا د خوښي شی غواړم .ما ورته وويل چې سمه ده , سبا ته به ښار ته لاړ شو او تاته به داسي شی واخلم چې ډيره ډيره مينه ورسره لرم . د بلې ورځي په سهار مي موټر د ګلونو د پلورنځي تر څنګه ودراوه او د هغه ښايسته ګل په لټولو مې پيل وکړ چي زه يې مينه د قلم په ژبه نشم بيانولی .

په پلورنځې کې به څو شيبې تيري شوي وي چې د هغو ګلابو بوټي مي پيدا کړ چې غوښتل مې ګران پلار جان ته يې د لاس د نښي په توګه پريږدم .دا زيړ ګلاب وو , چې زما د خو ښي ګلاب دی

زما خو ټول ګلونه خوښ دي
دا ژيړ ګلان راسره سيوري په شان ځينه

د ګلاب بوټۍ مو کور ته راورساوه , پلار مې د مناسب (سم) ځای د پيدا کولو په لټه کې شو.شيرينه مور مې په لمانځه ناسته وه , چې کله يې سلام د ښي لور نه کيڼ لور ته واړاوه په غوړيدلو زيړو ګلابونو يې سترګې ولږيدي ا
مور مې په خندا سره وويل?زويه دا زيړ ګلاب دې ولي اخيستي دي دا خو د بيلتون او جدايي په معنی دی , ولي دې سره ګلاب نه اخيستل? په ځواب کې مې ورته وويل چې مورې زه د زيړو ګلابو تر څنکه ځان داسي احساسوم لکه ټوله نړۍ مې چې په خوا کې وي ځکه مې تاسي ته هم واخيستل . زه په لوی سفر ووتلم او زما د لاس نښه او د هغه روزل پلار جان ته ورپاتي شول .پلار به مي هر کال د سپرلي په راتګ سره په تيلفون کې د ګلابو په هکله هم معلومات راکول :

چې سږ کال د ګلاب 21 غوټۍ ګل شوي دي , په يو بل سپرلې کې يې 35 ګلان نيولې وو او ورستی ځل يې دا خبره راته وکړه چې وطن ته راشه چی ګلاب به دی هم ووينې چې 57 غوټۍ پکې غوړيدلي دي .زما تګ وځنډيد , اختر ته يوه ورځ پاتې وه چې وطن ته ورسيدم .په ښکلي کابل کې , د مشرانو , کشرانو د ليدلو او روغبړ څخه وروسته شپه شوه او په شپه پسې سهار او کوچنې اختر راورسيد , په جومات کې مو د ګران ورور او وريرونو سره يو ځای د اختر لمونځ ادا کړ او چې کله کورته راغلو بيا مو د اختر د مبارکيو تر څنګه عيدۍ هم وويشلي.کله چې لږه کراري شوه د کور انکړ ته ووتلم چې

د زيړو ګلابو ديدن وکړم , خو په کوم ځای کې مو چې پخوا ګلاب کينولی وو هلته نه تر سترګو کيدو .ما د زيړو ګلابو په لټولو پيل وکړ چې په ناڅاپي ډول مې خپه وخوييده . زما خپه داسې بنده ايساره شوه لکه چا چې په غيږه کې ټينکه نيولي وي او کله مې چې د راخلاصولو هڅه وکړه خپه او جامي مې په وينو کې لت پت شول , اما په درد باالکل ونه پوهيدم .وريندارې راته په بيړه اوبه راوړې او خپې مې له وينو پاکې کړي او خورجانی راته نو ر کالی خو, چې کله مې پلار راغی راڅخه يې وپوښتل چې څه پيښ شوي دي? ما ورته وويل چې خير او خيرت دی يواځې مې په هغه ځای کې لږه خپه ايساره او ژوبل شوه.پلار مي په موسکی شو او ماته يې وويل چې خپه دې خپل ګلاب درغوڅه کړی ده . ګلاب د دنګې ونې تر سيورې لاندې شوی وو په همدې وجه يې ځای ورته بدل کړی وو , همدا رنګه د ګلاب څانګي هم ډيرې لويې(اوږدې) شوي وي ځکه يي ورڅخه لنډې کړي وي .ما چې کله گل ته په ځیر ځیر سره وکتل نو دا لنډۍ مې ذهن ته راغلي:

زما خو سر قلم قلم دی
بې له اعزو نه نور څه نه لرم ميئنه
غوټۍ زما په وينو ګل کړه
زه مساپر ستا دې د ديدن ارمان لرمه

دا ځل کله چې د کور څخه په سفر روانيدم نو ګلاب هم یوه غوټۍ ګل کړه چې داده له تاسو درنو دوستانو سره يې هم په ډیره مينه شريکوم.

په درناوي ستاسي لټون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x