مه ورانوئ
مه ورانوئ لردی يا که بر زموږ
دې کې دی دزيږندې مظهر زموږ
دلته موهستي ده موږ ته ګرانه ده
تاته به پردي وي سم اوغر زموږ
نه يو موږ بې وسه په سيالانوکې
پيژني غليم توره او زغر زموږموږ ورته د زړه نه هوسيږو تل
دلته موعزت شته هم جوهرزموږ
څو به دامظلوم ولس په غم ژاړي
مه خوروئ غم نورپه ټغر زموږ
پريدئ چې په سوله کې ژوندن وکړي
ښار زموږ سېندونه او ګدر زموږ
مه ورانوې نور دا غيرتي ولس
پريدئ چې ازاد وي بال او پرزموږ
هر تياره انجام لري سبا لري
پري چې کلې کور شي هر ټبرزموږ
———————————-
سميع الدین افغاني
م ٠ کال ٢٠ – ١٠ – ٢٠١١